پاکستان کې د پوليسو اووه کارکوونکي تښتول شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption له تېرې څه مودې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر پوليس تښتول شوي دي

د پاکستاني پوليسو په وينا د پنجاب په رحيم يار خان کې د پوليسو اووه کارکوونکي تښتول شوي دي.

امنيتي ځواکونه وايي وسله والو غلو د پوليسو پر پوسته بريد کړی او اووه پوليس يې له ځان سره بېولي دي.

له دې وړاندې هم د پاکستان دولتي تلوېزيون سند کې د شپږو پوليسو د تښتولو خبر ورکړی و، خو د حيم يار خان پوليسو مشر وايي پېښه پنجاب کې رامنځ ته شوې وه.

پوليس وايي دا پېښې په سند کې د وسله والو او مجرمينو پر وړاندې د عملياتو په غبرګون کې رامنځ ته شوې دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي د پوليسو د خلاصون لپاره يې عمليات پيل کړي خو تراوسه کوم پرمختګ نه لري.

پاکستاني رسنيو وړاندې هم خبر ورکړی و چې په سند کې د وسله والو د بريد له کبله دری پوليس وژل شوي دي.

ورته مطالب