د ايټاليا سمندري ځواکونو په زرګونو کډوال ژغورلي

د انځور حقوق AP

د ايټاليا چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو ۳۷۰۰ زيات کډوال د مديترانې د ليبيا ساحل په اوږدو کې ژغورلي دي.

د ايټاليا سمندري ځواکونو يو وياند ويلي د ژغورنې عملياتو په ترڅ کې يې په بېړيو کې ټول سپاره کسان ژغورلي او ايټاليا ته بېولي دي.

چارواکي وايي پناه غوښتونکي د فرانسوي او ايټالوي سمندري ځواکونو له خوا د ژغورنې په ۱۷ بېلابېلو عملياتو کې ژغورل شوي دي.

روان کال شاوخوا ۱۷۵۰ کسان د مديترانې په اوبو کې وژل شوي او ويل کېږي اوس مهال زيا ت کډوال کوښښ کوي د مديترانې له اوبو اروپا ته واوړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ټولنه وايي کېدای شي روان کال نژدې ۳۰۰۰۰ کسان د مديترانې اوبو څخه په تېرېدو خپل ژوند له لاس ورکړي.

د راپورونو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې ۳۲۷۹ کسان د مديترانې سمندر څخه د تېرېدو په وخت کې وژل شوي دي.

د مديترانې سمندر د کډوالو لپاره تر ټولو خونړی ځای بلل کېږي.

تېره مياشت د ۸۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته اروپايي ټولنې بېړنۍ ناسته رابللې وه چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخنيوی وکړي.

ايټاليا کې څارنوالۍ د کډوالو بېړۍ چلوونکی په انسان وژنه تورن کړی دی.

اروپايي ټولنه وايي د کډوالو د ژغورنې او پلټنې بوديجه به دری برابره زياته کړي.

دوی وايي غواړي د قاچاقبرانو پر وړاندې عمليات سخت کړي او پر کښتيو يې پوځي بريدونه ترسره کړي.

ورته مطالب