بغداد کې چاودنې ۱۳ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters

د عراق پلازمېنه بغداد کې موټر بم چاودنې ۱۳ کسان وژلي او ۳۹ نور یې ټپیان کړي دي.

د عراق د پولیسو دغه موټر بمي چاودنه چې د شنبې په شپه پېښه شوه د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې خونړۍ پېښه بللې.

په پلازمېنه بغداد کې شیعه مېشته کراده سیمه د رستورانټونو او لویو پلورنځایونو له کبله د ډېرو کسانو د پام وړ ځای دی.

تر دې دمه هېڅ کومې ډلې د دغې چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د تېرو دوشنبې او پنجشنبې په ورځو بمي چاودنو لږترلږه ۲۰ کسان ووژل او له ۴۰ ډېر یې ټپیان کړل چې د ''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې یې مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی.

داعش ډلې د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په بغداد کې شیعه مېشتو ځایونو کې له چاودنې موخه د سني کډوالو غچ اخیستل دي.

ملګري ملتونه وايي، د اپریل میاشتې له پیل راهیسې د الانبار ولایت له رمادي سیمې شاوخوا ۱۱۴ زره سُنیان د عراقي ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ د نښتو له کبله کډه شوي دي.

پولیس وايي، یو شمېر دغه کډوال په بغداد کې تښتول شوي او بیا وژل شوي دي له دې ډلې څلور تنه چې پر سر په مرمۍ ويشتل شوي وو د اپریل په ۲۵ مه یې مړي پیدا شول.

ورته مطالب