د ''رسنیو د آزادۍ'' جایزه سوري خبریال مازن درویش ته ورکړل شوه

د انځور حقوق Getty
Image caption بوکووا په سوریه کې د درې واړو خبریالانو خوشي کېدل وغوښتل

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان "یونیسکو" د "رسنیو د آزادۍ" په برخه کې د "وینا د آزادۍ" جایزه سوري فعال او خبریال مازن درویش ته ورکړه.

مازن درویش د سوري نظام تر کنټرول لاندې یوه زندان کې بندي دی.

درویش یوه خپلواکه خبري وېبپاڼه هم جوړه کړې وه چې په ۲۰۰۶ کال سوري چارواکو بنده کړه بیا یې نوموړی له خپلو دوو ملګرو سره یوځای د "ترهګر" په تور ونیو.

د یونیسکو عمومي مشرې ایرینا بوکووا له سوري چارواکو وغوښتل، چې دغه درې واړه خبریالان خوشي کړي.

د درویش مېرمنې یارا بدر د خپل مېړه په استازیتوب دغه جایزه ترلاسه کړه، هغې وویل، دا جایزه سوریه کې سلګونو بندیانو ته دا روحیه ورکړي، چې د آزادۍ غږ پورته کړي.

بدر فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي "باوري یم چې مازن به یوه ورځ آزاد شي".

د بشري حقونو ډلې وايي، په سوریه کې څه باندې څلور کاله مخکې د سوري نظام پرضد د پاڅون له پیلېدو راهیسې تر سلو زرو ډېر کسان وژل شوي، پنځوس زره نور د واکمن نظام امنیتي بنسټونو نیولي دي.

د انځور حقوق no credit
Image caption درویش یوه خپلواکه خبري وېبپاڼه هم جوړه کړې وه چې په ۲۰۰۶ کال سوري چارواکو بنده کړه بیا یې نوموړی له خپلو دوو ملګرو سره یوځای د "ترهګر" په تور ونیو.

یونیسکو په ۱۹۹۷ کال د "ژورنالیزم د آزادۍ" په نامه ګیلیرمو کانو جایزه رامنځ ته کړه، چې موخه یې آزاد ژورنالیزم دودول او له خبریالانو دفاع کول دي.

دغې جایزې ته د کولمبیايي خبریال ګیلیرمو کانو ایساسا نوم ورکړل شوی، چې په ۱۹۸۶ کال بوګاټا ښار کې د خپلې El Espectador ورځپاڼې ودانۍ مخې ته ووژل شو.

یونیسکو په ۲۰۰۰ کال هم سوریه کې بندي سوري خبریال نزار نایف ته د رسنیو د آزادۍ جایزه ورکړې وه. نوموړی د "صوت الدیموقراطیة" یا (د دیموکراسۍ غږ) اونیزې مخکینی اېډېټر و.

پر نوموړي تور و، چې ګني په ۱۹۹۲ کال یې د کارګرو د سخت کار په اړه ناسم راپور ورکړی و.

هغه ته د یونیسکو د جایزې ارزښت پنځه ویشت زره ډالره و، چې په ژنیوا کې د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې د لمانځنې پرمهال ورکړل شوه.