د ټکساس پر کنفرانس دواړه بریدګر ووژل شول

د انځور حقوق REUTERS

د امریکې د ټکساس ایالت دالاس پولیس وایي، دوو وسله والو د پیغمبر (ع) پر کاریکاتورونو جوړ کنفرانس باندې برید وکړ او وروسته له دې چې له پولیسو سره په ډزو بوخت شول، د پولیسو له خوا ووژل شول.

په کنفرانس کې د اسلام د پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) خیالي انځورونه نندارې ته اېښودل شوي وو.

رپوټونه وايي، دوه وسله وال په یوه موټر کې ورغلي، او پر پولیسو یې ډزې کړې. په کنفرانس کې د هالنډ د پارلمان ښي اړخی غړی خیرت فیلډرز وینا کوله.

د پولیسو ویاند جو هارن ویلي، د پېښې په اړه نور جزییات نه لري.

خو یوې سرچینې ویلي، د کنفرانس ۷۵ ګډوانوال یې د ډزو پرمهال یوې بلې خونې ته لېږدولي، او ۴۸ نور کسان یې یوه څېرمه ښوونځي ته وړي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د اوکلاهوما د یوه اوسېدونکي جاني روبي له قوله ویلي، د برید پرمهال دی له دغې ودانۍ بهر و، چې ودانۍ ته څېرمه له یوه تېرېدونکي موټر نه یې د ۲۰ ډزو غږونه واورېدل.

دی وايي، بیا وروسته یې دوه نورې ډزې واورېدې.

د انځور حقوق REUTERS

روبي وايي، د پولیسو غوغا یې واورېده، خو مخکې له دې چې برید کوونکي ودانۍ ته ننوځي، هغوی یې وویشتل.

دغه کنفرانس د "بیان ازادۍ دفاع" په نامه د یوه بنسټ له خوا جوړ شوی، چې مرکز یې په نیویارک کې دی، او په یاد کنفرانس کې یې د پیغمبر د غوره کارتون جوړوونکي لپاره لس زره ډالر جایزه اعلان کړې وه.

ددغه بنسټ مشرې پامیلا ګیلر ویلي، د کنفرانس هدف یې د بیان له ازادۍ دفاع کول او د پیغمبر د کارتون په تړاو د نیوکو او تاوتریخوالو پروړاندې غبرګون ښودل دي.

په ۲۰۰۶ کال د ډنمارک (ایلاندز) مجله کې د اسلام د پیغمبر کارتون له چاپېدو وروسته د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې لاریونونه وشول.

په روانه جنورۍ کې د فرانسې پر (چارلي ابدو) مجلې هم له دې کبله وسله وال برید وشو او ۱۲ کسان پکې ووژل شول، چې دغه مجلې د پیغمبر کارتون خپور کړی و، د برید پړه د (اسلامي دولت – داعش) ډلې پرغاړه اخیستې وه.

ورته مطالب