امریکا د داعش ډلې د ۴ غړو پر سر ۲۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې

د انځور حقوق

امریکا د اسلامي دولت ډلې د ۴ غړو په اړه د معلوماتو ورکولو پر سر ۲۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

د دغو ۴ تنو له ډلې څخه یو هم طارق الحرزی دی، چې ویل کېږي د ځانمرګو بریدونو مسولیت په غاړه لري.

دویم کس یې ابو محمد العدناني دی، چې د دوی په اړه د معلوماتود ورکړې پر سر هم جایزه ټاکل شوې، ابو محمد د "اسلامي دولت" ډلې ویاند دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، "اسلامي دولت" په نامه ډله د اعدامونو، ډله ییزو وژنو، د ماشومانو د وژنو، ظالمانه کړنو، لوټ او تېري مسوله ده.

د"اسلامي دولت" ډلې د سوریې ختیځه برخه او د عراق په شمالي برخه کې ډیرې سیمې تر واک لاندې کړې او هلته د دوی په وینا، اسلامي خلافت یې رامنځته کړی.

امریکا وايي، دغې ډلې تر خپلې ولکې لاندې سیمو مېرمنې یې کنیزي ته اړ ایستلې او د مذهب په نامه په وژلو او لوټولو لاس پورې کړی او زیات شمېر بندیان یې وژلي دي.

له دې مخکې امریکا د "اسلامي دولت" د مشر پر سر چې ځان خلیفه ابوبکر البغدادي بولي د معلوماتو د ور کړې پر سر یې ۱۰ میلیونه جایزه ټاکلې ده.

د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عبدالرحمن مصطفی القادولي پر سر د معلومات ورکولو په مقابل کې د ۷ میلیونو ډالرو جایزې اعلان وکړ. د دې سر بیره د ابو محمد العدنان او یو بل تن په اړه د معلوماتو د ورکولو پر وړاندې ۵، ۵ میلیونه جایزه اعلان شوې.

د طارق بن الطاهر الحزری پر سر ۳ میلیونه امریکايي ډالره جایزه اعلان شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، القادولي په عراق کې د القاعده ډلې د مشر ابو مصعب الزرقاوي مرستیال و او له زندان نه په ازادیدو وروسته په ۲۰۱۲ کال کې له اسلامي دولت سره د یو ځای کیدو لپاره سوریې ته لاړ.

ورته مطالب