تر ۲۰۰ ډېرو مصري پیلوټانو ډله ییزه استعفا کړې

د انځور حقوق epa
Image caption په دغه شرکت کې دا مهال ۸۵۰ پیلوټان په کار بوخت دي خو شرکت په تېرو څو میاشتو کې د نوې لایحې د مادو د ارزونې په موخه له پیلوټانو سره ګڼې ناستې وکړې.

د مصر د هوايي چلند د پیلوټانو د ټولنې ویاند ویلي، د ''مصر الوتنې'' شرکت تر ۲۰۰ ډېرو پیلوټانو د مصر د هوايي چلند د پیلوټانو له ټولنې سره تر بېړنۍ ناستې او د نوې مالي لایحې تر تصویب وروسته د شرکت مشر ته خپلې استعفاوې وړاندې کړې.

یاد شرکت ویلي، ددغو ډله ییزو استعفاوو په اړه د قانوني لازمو اجرآتو منل کېدو یا ردېدو په اړه غور کوي.

شرکت زیاتوي، په الوتنو کې به یې هېڅ نیمګړتیا رانه شي، خو پر راتلونکې شنبې به د پیلوټانو یوه بېړنۍ غونډه جوړوي، چې د ملکي الوتنو د چارو وزیر او د شرکت مشران به پکې ګډون ولري.

په دغه شرکت کې دا مهال ۸۵۰ پیلوټان په کار بوخت دي خو شرکت په تېرو څو میاشتو کې د نوې لایحې د مادو د ارزونې په موخه له پیلوټانو سره ګڼې ناستې وکړې.

بل خوا، د جمعې په ورځ د دولت قضايي اداره پر هغې قضايي دعوې غور کوي، چې د مصر د ملکي الوتنو د پیلوټانو د ټولنې له لوري د ملکي الوتنې د مشرتابه پرضد یې وړاندې کړې ده، ځکه دوی غواړي چې د پیلوټانو د کار ساعتونه کم شي.

دغه قضايي ادعا وروسته تر هغه راپورته شوه، چې د مصر ملکي هوايي چلند چارواکو په ځینو الوتنو کې د پیلوټانو د کار موده ۱۴ ساعتونو ته وغځوله، چې دا د کار د قانون خلاف عمل ګڼل شوی.

بل خوا، د ملکي الوتنې د چارو وزیر حسام کمال د پیلوټانو دغه ډله ییز استعفا یو ''ناڅاپي'' کار بللی دی.

نوموړي د تېرې چارشنبې په ورځ ویلي، د پیلوټانو غوښتنې توپیر کوي، خو اوسني وضعیت ته په کتلو سره به دوی په سول (منطق) داسې برابر حللارې ورته ومومي، چې د هېواد د ګټو په زیان نه وي.

نوموړي دا هم ویلي، څوک چې استعفا کوي، باید د قانون په رڼا کې یې په رسمي توګه وړاندې کړي.