سعودي وايي یو شیعه ملا ''اعداموي''

النمر په وسله وال پاڅون تورن دی د انځور حقوق AP
Image caption النمر په وسله وال پاڅون تورن دی

د ایران "فارس" خبري اژانس ویلي، سعودي چارواکو د روانې مې پر ۱۴ د یوه مشهور شیعه ملا آیت الله نمر النمر د اعدام هوډ کړی دی.

دغه آژانس ویلي، دا خبر یې سعودي عربستان کې د خپلې یوې سرچینې په حواله خپور کړی دی.

خو سعودي چارواکو تر اوسه ددغه خبر د تایید یا رد په اړه څه نه دي ویلي، او نه یې هم درې کاله وړاندې پر نوموړي د اعدام د عملي کولو د نېټې په اړه څه ویلي.

سرچینه وايي نوموړی "د ولي عهد شهزاده نایف بن عبدالله د مړینې د کلیزې له پوره کېدو سره هم مهاله اعدامېږي".

د سعودي امنیتي چارواکو النمر د ۲۰۱۲ جولای پر اتمه القطیف کې پخپل کور کې ونیو. النمر د لاریونیانو او بندیانود خوشي کولو غوښتنه کړې وه، چې بیا وروسته د سعودي محکمې پر نوموړي د اعدام حکم وکړ.

پر النمر تور دی چې د چارواکو له اطاعت یې سرغړونه کړې، د حکومت پرضد یې د لاریونونو مشري کړې او خلک یې وسلو راخیستو ته هڅولي دي.

"فارس" وايي، که چېرې سعودي نوموړی اعدام کړي، دا به دوی ته ډېر قیمته تمام شي.

سعودي مېشت شیعه ګان چې تر ډېره د هېواد په ختیځو سیمو کې مېشت دي، پر حکومت تور پورې کوي، چې ګني ددوی حقونه نه ورکوي او زورزیاتی ورسره کوي.

خو سعودي چارواکي تل ټینګار کوي، چې په هېواد کې د شیعه ګانو پرضد هېڅ ډول توکم پالنیز چلند نه کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption النمر په ۲۰۱۲ کال القطیف کې پخپل کور کې ونیول شو او بیا په اعدام محکوم شو.

د بښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنېشنل) د تېرې چارشنبې په ورځ په سعودي کې د تورنو سعودیانو او بهرنیانو د اعدام پر "وېروونکو ډېرو شمېرو" کلکه نیوکه کړې وه.

سعودي عربستان په تېره چارشنبې د نشه يي توکو په تور یو تورن کس اعدام کړ، چې د فرانس پرېس خبري اژانس په حواله، په دې هېواد کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۷۹ ته رسېدلی دی.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په وروستیو کې ریاض ته د خپل سفر پرمهال وویل هېواد به یې "د نړۍ په کچه د اعدام سزا پروړاندې کمپاین پیل کړي".

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، که څه هم د بشري حقونو ځینو ډلو د اعدام پر حکم نیوکه کوي، د اعدام تر شا انګیزه د "جرمونو مخنیوی" دی.