یمن د حوثیانو ضد نړیوالو ځمکنیو بریدونو غوښتنه وکړه

د ولسي مقاومت د جرګې وسله وال له پلازمېنې صنعاء سره د سوېلي ښارونو د غځېدلو لویو لارو امنیت نیسي. د انځور حقوق Reuters
Image caption د ولسي مقاومت د جرګې وسله وال له پلازمېنې صنعاء سره د سوېلي ښارونو د غځېدلو لویو لارو امنیت نیسي.

په ملګرو ملتونو کې د یمن سفیر خالد الیماني له نړیوالې ټولنې په یمن کې د حوثیانو پرضد او د هېواد د ژغورنې لپاره د چټکو ځمکنیو بریدونو پیلېدو غوښتنه کړې ده.

رپوټونه وايي، شیعه حوثي یاغیانو د یمن سوېلي عدن ښار پر ځینو مهمو کلیو ولکه ټینګه کړې ده.

د یمن دغه استازي د بشري حقونو ډلې په هېواد کې د ولسي وګړو پرضد د حوثیانو د وحشي بریدونو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

نوموړي حوثیان د ولسي وګړو په وژلو او د طبي کاروونکو د کارونو پر وړاندې د خنډ په جوړولو تورن کړل.

الیماني امنیت شورا ته په یوه لیک کې له نړیوالې ټولنې په یمن کې د چټکې مداخلې او هلته د ''یمن د ژغورنې'' لپاره د ځمکنیو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې. نوموړی وايي، د ''عدن او تعز'' ښارونو سقوط یمن له لوی ناورین سره مخامخولی شي.

اټکل دی، چې د نوموړي دا غوښتنه په یمن کې د بهرنۍ مداخلې په توګه د قانون په چوکاټ کې وڅېړله شي.

د تېر مارچ پر ۲۶مه، د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثیانو پرضد ایتلاف هوايي بریدونه پیل کړل، چې هغه مهال ځینو خلیجي هېوادونو هم د ورته پوځي همکارۍ غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption حوثیانو له عدن نه تښتېدونکي مسافر په نښه کړي.

خو د سعودي په مشرۍ بریدونه ونه درول شول، او حوثاینو هم د نړیوال منل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي پر پلویانو بریدونو او هغو سیمو لاندې کولو ته دوام ورکړ، چې د حکومت په ولکه کې وې.

په عدن کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، حوثي یاغیانو د هادي پلوو ځواکونو په لاس کې پر وروستي مهم کلي ''التواهي'' هم ولکه ټینګه کړې ده.

په دې کلي کې د سمندري ځواکونو او څلورمې پوځي لېوا کنډکونه دي او د عدن تلویزیون دفتر هم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په تېره چارشنبې ریاض ته له رسېدا وروسته په یمن کې د اوربند غوښتنه وکړه.

کېري په یمن کې پر روان بشري وضعیت اندېښنه وښوده.

تر ۲۰ ډېرو نړیوالو مرستندویانو خبرداری ورکړی و، چې په یمن کې د دوی د اکمالاتي توکو نشتوالي یې فعالیتونه ځنډولي دي.

رویټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو او مرستندویانو له قوله ویلي، تېره په یمن کې سختې جګړې لږترلږه د ۱۲۰ کسانو ژوند اخیستی، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

رویټرز وايي، په وژل شویو کې لږترلږه ۴۰ داسې کسان دي، چې له عدن ښاره په یوه کوچنۍ بېړۍ کې د تېښتې په حال کې و، خو د حوثیانو بریدونو یې هیلې په سیند لاهو کړې.

د یمن لوی درستیز: حوثیان اریتریا کې روزل شوي

د انځور حقوق aljazeera
Image caption محمد علي المقدشي الجزیرې تلوېزیون ته ویلي، د ایران، سوریې او لبنان پوځي کارپوهان همدا مهال په یمن کې د حوثیانو د همکارۍ لپاره موجود دي.

د یمن نوي لوی درستیز محمد علي المقدشي ویلي، ایران حوثي ډلې او ملېشو ته وسلې او پوځي روزنه ورکوي، چې په وینا یې حوثیان د اریتریا په یوه ټاپو کې روزل شوي.

نوموړي الجزیرې تلوېزیون ته ویلي، د ایران، سوریې او لبنان پوځي کارپوهان همدا مهال په یمن کې د حوثیانو د همکارۍ لپاره موجود دي.

د اریتریا د ''عدالت او پرمختګ'' ګوند یوه مشر شوقي احمد ویلي، هېواد یې له ۲۰۰۹ کال راهیسې حوثي یاغیانو او په خلیج کې د ایران نورو عناصرو ته پوځي روزنې ورکوي، چې په وینا یې غواړي په منځني ختيځ کې اړدوړ جوړ کړي.

دغه اریتریايي چارواکي لندن کې الجزیرې تلوېزیون ته ویلي، د ایران پلوو ځواکونو روزنه په ۲۰۰۹ کال له ایران سره د اریتریا له یوه تړون لاسلیکېدو وروسته پیل شوه، چې پربنسټ یې یمن ته د اریتریا له لارې وسلې لېږدول کېږي، چې همدې خبرې ته د ملګرو ملتونو په یوه وروستي راپور کې هم اشاره شوې ده، چې ایران له څو کلونو راهیسې حوثیانو ته وسلې ورکوي.

دی وايي، د هوکړې له مخې، حوثیان په اریتریا او د دغه هېواد په ټاپوګانو کې روزل کېدل، بیا يمن ته د جګړې لپاره استول کېدل، خو ځینو عربي سرچینو د ''شیعه عربانو'' له روزنې پرده پورته کړه.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب