پاکستان کې د ناروې او فلپین سفیرانو په ګډون ۶ کسان وژل شوي

د انځور حقوق b

د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې د یوې پوځي چورلکې د لوېدو له کبله د ناروې او فلپین سفیران او د مالیزیا او اندونیزیا د سفیرانو د مېرمنو په ګډون

۶ کسان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو مشر عاصم باجوه وویل، دغه پېښه نن سهار (مې ۸) د پاکستان د نلتر په سیمه کې شوې ده.

باجوه پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي، دغه ایم آی ۱۷ روسۍ چورلکه عادي ډول پرواز په حال کې وه چې ۱۱ بهرنیان او ۶ پاکستانیان په کې وو.

د معلوماتو پر بنسټ دغه چورلکه د کښته کېدو په وخت کې د نلتر سیمې نظامي ښوونځي له ودانۍ سره ولګېده.

د لومړیو تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ په دغه پېښه کې ۳ کسان ټپیان شوي ۲ پاکستاني نظامي پیلوټان او ۴ بهرني وګړي په کې وژل شوي دي.

پوځ وایي، په ټپیانو کې د پولنډ او هالنډ سفیران هم شامل دي.

د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، دغه کسان د پاکستان د هوايي ځواکو د تورستي برخې پرانیست غونډه کې د ګډون لپاره روان وو.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له دغې پېښې وروسته لومړي وزیر نواز شریف خپل سفر نلتر سیمې ته لغوه کړ.

ورته مطالب