د سلمان خان ۵ کاله بند سزا ځنډول شوې

د انځور حقوق EPA
Image caption تر هغه چې ستره محکمه خپله پریکړه اعلان نه کړي سلمان خان ته سزا نه ور کول کېږي

د ممبي سترې محکمې د سرک له غاړې ویده کسان تر موټر لاندې کولو په قضیه کې د هند فلمي لوبغاړي سلمان خان د ضمانت غوښتنه منلې ده.

په دغه قضیه کې نوموړی پر ۵ کاله بند محکوم شوی دی، خو سترې محکمې د پریکړې د اورو تر وخته د نوموړي د سزا حکم عمل کول ځنډولي دي.

د سترې محکمې قاضي دغه پریکړه د جمعې په ورځ د ضمانت د غوښتنې له منلو وروسته اعلان کړه.

سترې محکمې د مخکینۍ محکمې خلاف د قضیې اړوند ټولو پړاونو تر بشپړیدو د سلمان خان سزا ځنډولې ده.

دا په دې معنی تر هغه چې ستره محکمه خپله پریکړه اعلان نه کړي سلمان خان ته سزا نه ور کول کېږي.

دوه ورځې مخکې (مې ۶) ممبي کې محکمې د "ووهه او وتښته" ۱۲ کالنې مخکینۍ مشهورې قضیه کې فلمي لوبغاړی سلمان خان په غیر قصدي وژنې تورن وګاڼه او په ۵ کاله بند یې محکوم کړ.

د سلمان خان وکیل ویلي و، چې دغه فیصله به سترې محکمې ته وړاندې کوي او سلمان خان د ضمانت لپاره هم د ممبی سترې محکمې ته رجوع کړې وه.

پر سلمان خان تور دی، چې په ۲۰۰۲ کال کې یې د سرک تر غاړې ویده ۵ کسان تر موټر لاندې کړي دي چې له دې ډلې ۳۸ کلن نور الله خان ووژل شو او درې نور کسان سخت ټپیان شول چې څلورم کس بیا برسیرن ټپي شوی و.

د سزا د ټاکلو په وخت کې سلمان خان محکمې ته ویلي و، چې هغه له یوې اوږدې مودې راهیسې بشردوستانه مرستې او کارونه کوي هغه د انسانیت خلاف نه دی نو هیله یې څرګنده کړه چې د سزا ټاکلو وخت کې دا مسله په پام کې ونیسي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې د غوږ د عفونیت په ناروغۍ اخته شوی او په بند کې به یې دا ناروغي زیاته شي او محکمې ته یې خپل روغتیايي اسناد هم وړاندې کړي و.

ورته مطالب