روسيه: د دوهمې نړيوالې جګړې د ګټلو تر ټولو لوی پوځي پرېډ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ځينو لويديځ هېوادونو سربېره په دې پرېډ کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو مشرانو ګډون کړی و

روسيه دوهمې نړيوالې جګړې کې جرمني ته د ماتې ورکولو ۷۰ کليزې په لمانځلو کې تر ټولو لوی پوځي پرېډ ترسره کوي.

د روسيې په پلازمېنه مسکو کې په زرګونو پوځيانو او نوي زغره والو موټر په دې پرېډ کې اخيستې ده.

د نړې د بېلابېلو هېوادونو ۲۰ مشران په دې مراسمو کې د ګډون لپاره مسکو ته تللي.

بل خوا د ځينو لويديځو هېوادونو مشرانو د اوکراين په کړکېچ کې د روسيې د رول له کبله په دې مراسمو کې له برخې اخيستلو ډډه کړې ده.

د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين د مراسمو په پيل کې وويل "په تېرو څو کلونو کې نړيواله همکاري په خطر کې اچول شوې ده"

روسيه د اوکراين په اړه د لویدځ له خوا لګېدلي تورونه ردوي. د ۲۰۱۴ کال د اپرېل مياشتې راپه دېخوا د اوکراين په ډونټسک او لوهنسک سيمو کې له ۶۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د مراسمو په ترڅ کې ولسمشر پوتين په دوهمه نړيواله جګړه کې د روسيې د سرښندنو او قربانيو ستاينه او د جګړې په ګټلو کې د "بريتانيا، فرانسې او امريکا له همکاريو مننه وکړه"

د انځور حقوق Reuters
Image caption همدارنګه په دې پرېډ کې به روسيه خپل نوي پوځي وسايل چې يو يې ارماتا ټي ۱۴ ټانګ چې د ريموټ له خوا اداره کېږي نندارې ته وړاندې کړي

ده زياته کړه " په تېرو څو لسيزو په خاص ډول په نژدې وختونو کې نړيواله همکاري له پامه غورځول شوې. موږ وينو چې پوځي ذهنيت قوي کېږي"

د هند ولسمشر پرناب موکرجي، د چين ولسمشر او د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون له هغو شلو مشرانو دي چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی دی.

د روسيې له بېلابېلو برخو پوځي ټولي چې ځينو يې د دوهمې نړيوالې جګړې يونيفارم اغوستي او له ۱۰۰ زياتو الوتکې په دې پوڅي پرېډ کې اخيستې ده.

همدارنګه په دې پرېډ کې به روسيه خپل نوي پوځي وسايل چې يو يې ارماتا ټي ۱۴ ټانګ چې د ريموټ له خوا اداره کېږي نندارې ته وړاندې کړي

ويل کېږي د چينايي پوځيانو يو ټولي په لومړي ځل مسکو کې په پوځي پرېډ کې برخه واخيسته.

د روسيې په نور ښارونو کې هم واړه پرېډونه ترسره کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هند ولسمشر پرناب موکرجي، د چين ولسمشر او د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون له هغو شلو مشرانو دي چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی دی
د انځور حقوق Reuters
Image caption د روسيې له بېلابېلو برخو پوځي ټولي چې ځينو يې د دوهمې نړيوالې جګړې يونيفارم اغوستی په دې پوځي پرېډ کې برخه اخيستې وه.
د انځور حقوق Reuters