د هسپانيا پوځي الوتکه د سوېل هوايي ډګر ته نژدې راپرېوتې ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption ويل کېږي دا ډول الوتکه د هسپانيا پوځ له خوا مخکې نه ده استعمال شوې. دا يوه لويه بار لېږدونکې الوتکه ده چې تراوسه اته هېوادونه يې کاروي

د هسپانيا هوايي ډګر سوېل ته نژدې د يوې الوتکې رالوېدو له کبله لږ ترلږه دری کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ويل کېږي دا نوې الوتکه (A400M) د لومړۍ الوتنې پر مهال راپرېوتې ده.

ځايي رسنۍ وايي په الوتکه کې سپاره کسان د هسپانوي شرکت کارکوونکي دي او د دوو ټپي شويو کسانو روغتيايي حالت نازک دی.

د هسپانيا لومړي وزير ماريانو راجوی د پېښې په اړه خواشيني ښکاره کړې ده. دی وايي دولت يې تيار دی چې د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي.

ويل کېږي د ورک شويو کسانو د لټون لپاره د پلټنې عمليات روان دي.

راپورونه وايي کله چې پيلوټ غوښتل بېړنۍ ناسته وکړي الوتکه يې د برېښنا پر ستنو را پرېوته.

ټپي شوي کسان د درمنلې لپاره نژدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ويل کېږي دا ډول الوتکه د هسپانيا پوځ له خوا مخکې نه ده استعمال شوې. دا يوه لويه بار لېږدونکې الوتکه ده چې تراوسه اته هېوادونه يې کاروي.

ځايي رسنۍ وايي د هسپانيا دولت غواړي دا ډول ۲۷ الوتکې وپېري.