سیمنز شرکت په ټوله نړۍ کې خپل ۴۵۰۰ کارکوونکي ګوښه کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption سیمنیز تر ډېره په الکترونیکي تولیداتو خپل پام ورټول کړی، خو اورګاډي او توربینونه هم جوړوي، چې په ګرده نړۍ کې تر ۳۴۰ زرو ډېر کارکوونکي لري.

د جرمني سیمنز شرکت په ګرده نړۍ کې د خپلو ۴۵۰۰ کارکوونکو د ګوښه کولو هوډ کړی، چې وايي دا شمېره په نړۍ کې ایله د دوی د ټولو کارکوونکو یوه سلنه جوړوي.

د جرمني لوی شرکت سیمنز په ټوله نړۍ کې به خپل یو سلنه (۴۵۰۰) کارکوونکي ګوښه کړي.

دغه شرکت دا ګام وروسته تر هغه اخیستی، چې وړاندې یې د څه باندې اوو زرو کاروونکو د لیرې کولو پلان درلود.

شرکت وايي، د روان کال په څلورمه برخه ګټه کې یې ۵ سلنه (۱،۷ میلیارد یورو چې ۱،۹ میلیارد ډالر کېږي) کمښت راغلی دی.

سیمنیز وايي "دا ګام په نړیوالو بازارونو کې د انرژۍ د تولید لپاره د ستونزمن وضعیت په غبرګون کې اخیستل شوی".

اټکل دی چې سیمنیز په جرمني کې له خپلو څانګو ۲۲۰۰ کارکوونکي وباسي.

سیمنیز تر ډېره په الکترونیکي تولیداتو خپل پام ورټول کړی، خو اورګاډي او توربینونه هم جوړوي، چې په ګرده نړۍ کې تر ۳۴۰ زرو ډېر کارکوونکي لري.

د انځور حقوق EPA
Image caption سیمنز په ګرده نړۍ کې تر ۳۴۰ زرو ډېر کارکوونکي لري.

دغه شرکت وايي، له یولړ ستونزو سره مخامخ شوی دی.

بل خوا، د دغه شرکت اجرایي مشر جو کیسر ویلي "زموږ د تولیداتو له ګټو معلومېږي، چې خپل کار باید لا پسې ښه کړو".

سیمنز وايي، د اوږدمهال لپاره یې تګلاره نه بدلېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سیمنز وايي، د اوږدمهال لپاره یې تګلاره نه بدلېږي.