د ترکیې پخوانی ولسمشر کنعان اورن د ۹۷ کلونو په عمر ومړ

جنرال کنعان اورن د انځور حقوق AFP
Image caption اورن تر ۱۹۸۹ پورې د ترکیې ولسمشر پاتې شو.

د ترکیې پخوانی ولسمشر جنرال کنعان اورن د ۹۷ کلونو په عمر د انقرې په یوه روغتون کې ومړ. وړاندې محکمې نوموړی د ۱۹۸۰ کال په خونړۍ پوځي کودتا کې د لاس لرلو په تور په عمري بند محکوم کړی و.

د ترکیې پخوانی ولسمشر جنرال کنعان اورن د تېرې شنبې په ورځ د ۹۷ کلونو په عمر ومړ.

جنرال اورن د ۱۹۸۰ کال د سپتمبر پر ۱۲ مه د هغې پوځي خونړۍ کودتا مشري کوله، چې د وخت ملکي حکومت یې نسکور کړ، او تر ۱۹۸۹ کال پورې نوموړی د هېواد ولسمشر پاتې شو.

اورن د نوي کلونو په عمر محاکمې ته وړاندې شو، چې بالاخره په ۲۰۱۴ کې د پوځي کودتا د مشرۍ له کبله په عمري بند محکوم شو.

د یادې کودتا پرمهال نژدې ۶۰۰ زره کسان ونیول شول، ۵۰ نور په دار وځړول شول. همداشان په هېواد کې پر ټولو سیاسي ګوندونو بندیز ولګول شو، خو کیڼ اړخي فعالان هم په ارامه پرې نه ښودل شول او ګڼ یې په نښه شول.

اورن له ۲۰۱۲ کال راهیسې له ناروغۍ کړېده، چې د ناروغۍ له کبله محکمې ته هم نه شوی حاضرېدلی.

د ۱۹۸۰ کال کودتا

د انځور حقوق Getty
Image caption د ترکیې د ۱۹۸۰ کال کودتا د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو وروستۍ او لویه خونړۍ کودتا یادېږي

دغه کودتا د ترکیې د پوځي کودتاګانو تر ټولو خونړۍ او لویه وه، چې په اوږدو کې یې ترکي پوځ د اوږدمهال لپاره د ترکیې پر سیاسي چارو واکمني وکړه.

اټکل کېږي چې د جنرال اورن دغې کودتا د سخت دریځو سیاستوالو ترمنځ تر جګړې وروسته هېواد له ګډوډۍ راوګرځاوه، خو ځینې نور پر دې اند دي چې پخپله د ده کودتا ګڼ کسان له تېغ تېر کړل.

اورن د ۱۹۸۴ کال په یوه وینا کې د خپلو سیاسي مخالفانو د اعدام له پرېکړې دفاع وکړه "آیا د اعدام پر ځای په زندان کې بندیانو ته خواړه ورکړو".

د خونديتوب پای

که څه هم اورن په قتل، ځورونې او اعدامونو تورن دی، خو د ورکړل شوي خوندیتوب له کبله نوموړی محاکمې ته نه حاضرېده.

خو په ۲۰۱۰ کال د یوې ټولپوښتنې په لړ کې د اساسي قانون له مخې اورن د محاکمې پرمهال له سیاسي خوندیتوبه بې برخې شو، دا ځکه چې د هغه وخت لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د پوځ د واک ډېرولو سیاست مخته وړه.

په ۲۰۱۴ کال ترکي محکمې اورن د دولت پرضد په جرمونو تورن کړ.

واک ته رسېدل

د انځور حقوق AP
Image caption په ۲۰۱۰ کال د یوې ټولپوښتنې په لړ کې د اساسي قانون له مخې اورن د محاکمې پرمهال له سیاسي خوندیتوبه بې برخې شو، دا ځکه چې د هغه وخت لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د پوځ د واک ډېرولو سیاست مخته وړه.

جنرال اورن له پوځي اکاډيمۍ تر فراغت وروسته، خپل مسلکي ژوند له افسرۍ پیل کړ، چې په تدریجي ډول د جنرالۍ تر رتبې ورسېد او بیا وروسته لوی درستیز شو.

د ۱۹۸۰ کال له کودتا مخکې کلونو کې، د ترکیې په لروبر کې د ښي اړخو سخت دریځو او ګڼي اړخو سخت دریځو د فعالانو ترمنځ سیاسي تاوتریخوالی ډېر شو، پوځ وویل، حکومت د روان وضعیت کابو کولو توان نه لري.

له پوځي کودتا وروسته پارلمان منحل شو، او جنرال اورن د ملي امنیت د شورا مشر شو.

دغې شورا د نوي قانون پر لیکلو څار پیل کړ، چې د نظرپوښتنې پایله کې اورین د اوو کلونو لپاره د هېواد ولسمشر شو.

په دې موده کې پارلماني ټاکنې وشوې، ترکیې د اروپايي ټولنې د بنسټ له اېښودل کېدو وروسته ددغې ټولنې له اقتصادي برخې سره د یوځای کېدو وړاندیز وکړ.

له تقاعد وروسته، پر جنرال اورن دوه ځلې د وژلو ناکام بریدونه وشول، خو د تقاعد پرمهال یې نقاشي پیل کړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption اورن د ۱۹۸۴ کال په یوه وینا کې د خپلو سیاسي مخالفانو د اعدام له پرېکړې دفاع وکړه "آیا د اعدام پر ځای په زندان کې بندیانو ته خواړه ورکړو".