مایکروسافټ د وېنډوز نوې بڼې نه جوړوي

د انځور حقوق Microsoft

د کمپیوټري پروګرامونو نړیوال شرکت "مایکروسافټ" د نوي چلیځ غونډال 'سیستم' (وېنډوز) جوړول پایته رسوي، خو وايي ددغه سیستم نوې او خپلواکې بڼې ته به وده ورکړي.

د مایکروسافټ د پروګرامونو د پراختیا برخې مشر جیري نیکسن ویلي، ۱۰ وېنډوز به د دغه شرکت د وېنډوز وروستۍ بڼه وي.

دی وايي، د وېنډوز دغه بڼه به په "پرله پسې" ډول نوې کېږي، خو نوې وېنډوز به نه جوړوي.

د نوې وېنډوز جوړولو پرځای به، د چلیځ سیستم دوراني نوي کولو ته پام کوي.

مایکروسافټ وايي، ۱۰ وېنډوز به د ډېرو کلونو لپاره دوام وکړي.

وېنډوز ۱۱

مایکروسافټ وايي، له وېنډوز ۱۰ وروسته یې تر اوسه د نوي چلیځ سیستم یا وېنډوز جوړولو لپاره نوم نه دی غوره کړی.

د مایکروسافټ شرکت څارونکې ګارنر مؤسسې د څېړنو مشر سټیف کلینهانز وايي "د وېنډوز ۱۱ له راتګه لاسونه ومینځئ".

د انځور حقوق BBC World Service

دی وايي، مایکروسافټ آن له وېنډوز ۸ وروسته نه غوښتل، چې نوې وېنډوز جوړه کړي، خو په وېنډوز ۱۰ جوړولو سره یې خپل دا هوډ پوره کړ، تر دې وروسته به نورې وېنډوزګانې نه جوړېږي.

خو ټینګار یې دا دی چې شاید دا کار د دغه شرکت د کاروونکو او مایکروسافټ لپاره لوی سرخوږی جوړ کړي.

کلینهانز وايي، مایکروسافټ به "په هرو درو کلونو کې یو نوی چلیځ سیستم جوړوي".

دی زیاتوي: "مسلکي کسان به داسې نوی سیستم جوړ کړي، چې نړۍ یې په هرو درو کلونو کې اړتیا مومي".

مایکروسافټ شرکت د خلکو د قانع کولو لپاره ډېرې زیاتې پیسې لګولې دي، چې ګني نوی چلیځ سیستم یې د پخواني هغه پرتله غوره دی.

مثبت ګام

د انځور حقوق Reuters
Image caption مایکروسافټ وايي، ۱۰ وېنډوز به د ډېرو کلونو لپاره دوام وکړي.

کلینهانز وايي، د مایکروسافت ډېری عواید د کمپیوتري پرزو د خرڅلاو له لارې ددغه شرکت خزانې ته لوېږي، خو د وېنډوز د عوایدو درېدل به پرې ډېر اغېز ونه کړي.

نوموړی زیاتوي: "دا په ټوله کې یو مثبت ګام دی، خو ځینې ستونزې هم لري، مایکروسافټ د جدي کار پرځای باید اپډېټ شیان او نورې ځانګړتیاوې اضافه کړي".

ورته مطالب