سمندر کې سلګونه روهینګا مسلمانان وژغورل شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption په تېرو څو کلونو کې روهینګا مسلمانان د بودایانو د هدفي مرګونو بریدونو له کبله له میانمار (برما) څخه وتلي دي.

د اندونیزیا په شمال کې د میانمار (برما) روهینګا مسلمانانو یوه ۵۰۰ کسیزه ډله په یوه بېړۍ کې ژغورل شوې ده.

د بېړۍ په سپرو روهینګا مسلمانانو کې ښځې او ماشومان هم دي، چې د اچي ولایت په اړوندو اوبو کې ژغورل شوي.

میانمار چې په رسمي برما نامه یادېږي، روهینګا د خپلو اصلي وګړو له ډلې نه ګڼي، همدا ده چې له دغو سیمو سلګونه زره روهینګا وګړي د بودایانو له تېریو وتلي دي.

د دوی د وتلو اصلي لار د تایلنډ پر پوله په خطرناک ځنګل کې ده، خو ګڼ نور یې بیا د سمندر په بې پایه اوبو کې مرګوني سفر ته زړونه ښه کوي.

د اچي ولایت د ژغورنې ادارې مشر بودیاوان اې ایف پي خبري اژانس ته د یکشنبې په ورځ وویل "موږ نن ګهیځ له کب نیوونکو څخه راپور ترلاسه کړ، چې هلته د مسافرو یوه بېړۍ ده".

"موږ هلته ژغورندویه ډلې واستولې او د میانمار او بنګله دېش ۴۶۹ کډوال مو وژغورل. اوس دوی ټول خوندي دي".

د انځور حقوق AFP
Image caption په ژغورل شویو کې ګڼې یې ښځې او ماشومان دي

په تېرو څو کلونو کې روهینګا مسلمانان د بودایانو د هدفي مرګونو بریدونو له کبله له میانمار (برما) څخه وتلي دي.

په تېر دسمبر کې ملګرو ملتونو یو پرېکړه لیک تصویب کړ، او له میانمار یې وغوښتل، چې روهینګا وګړو ته د تابعیت ورکولو حق ورکړي، ځکه چې ګڼ روهینګا هلته د "بې هېواده" وګړو په توګه ژوند کوي.

د انځور حقوق BBC Indonesian
Image caption روهینګا مسلمانان

ورته مطالب