سپینه ماڼۍ: بن لادن په "سوچه" امریکايي برید کې وژل شوی

د انځور حقوق Getty Images

سپینې ماڼۍ د امریکايي خبریال هغه راپور رد کړی، چې وايي اسامه بن لادن له ۲۰۰۶ کال راهیسې د پاکستاني استخباراتو په ولکه کې وي، چې بالاخره په ۲۰۱۱ کې د امریکا په عملیاتو کې ووژل شو.

مشهور امریکايي خبریال سیمور هیرش پخپله یوه څېړنه کې ویلي، بن لادن له ۲۰۰۶ راهیسې تر وژل کېدو پورې د پاکستاني استخباراتو په ولکه کې و، خو یوه جګپوړي پاکستاني پوځي چارواکي د امریکا له مرکزي استخباراتو "سي آی آې" سره اړیکه ونیوه او د ۲۵ میلیون ډالرو په مقابل کې یې د اسامه بن لادن ځای ورښود.

هیرش زیاتوي، په واشنګټن کې مخکینیو چارواکو ویلي، دوی داسې معلومات لرل، چې ګني د پاکستان دفاع وزیر ته پر اسامه د امریکا د برید معلومات وو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هیرش وايي، په پام کې وه چې ښاغلی اوباما د بن لادن د وژل کېدو خبر یوه اونۍ وروسته خپور کړي

هیرش چې په امریکا کې د پولیټز جایزې ګټونکی خبریال دی، وايي پاکستاني چارواکي د دغه هېواد خاورې ته د امریکايي چورلکو له ننوتلو سره همکاري کړې، او همدارنګه پر هغې سیمې یې د برېښنا د پرچاوېدو کې مرسته کړې، چې اسامه پکې موجود و، چې په دې سره یې له امریکايي پوځيانو سره مرسته کړې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سیمور هیرش وايي، دی د خپلې مقالې په پایلو پوهېده

خو د سپینې ماڼۍ یوه ویاند اډوارډ نېډ پرایس ټینګار لري چې "دا د امریکا سوچه پوځي عملیات وو".

پرایس زیاتوي: "د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د اصلي طراح د وژلو په اړه هر ډول ادعاوې بې بنسټه دي، ځکه دا سوچه امریکايي عملیات وو".

پرایس دا هم ویلي، دا تر ډېرې کچې پټ عملیات وو، چې له یوې کوچنۍ او ولسمشر بارک اوباما ته له ځینو ډېرو نژدې چارواکو پرته هېڅوک پرې خبر نه وو:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هیرش زیاتوي، د بن لادن کور د پاکستاني استخباراتو تر کنټرول لاندې و

"ولسمشر ټینګار کاوه چې آن د پاکستاني حکومت په ګډون هېڅ کوم اړخ ته د عملیاتو په اړه خبر ور نه کړل شي، بلکې له عملیاتو وروسته باید پرې خبر کړل شي".

هیرش پخپل تحقیقي راپور کې ویلي، د پاکستان استخباراتو د عملیاتو پرمهال د یوې لوېدلې چورلکې امریکايي پوځيان یوه خوندي ځای ته ولېږدول، او امریکايي پوځ ته یې له ستنولو مخکې څو ساعته په خوندي ځای کې تېر کړل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امریکایانو د اسامه په وژل کېدو خوښي وښوده

ورته مطالب