هند کې آسیايي زمریان ۲۷٪ ډېر شوي

د شلمې پېړۍ لومړیو کې د ښکار او وچکالۍ له کبله د آسیايي زمریانو شمېر لسګونو ته راټیټ شو د انځور حقوق AFP
Image caption د شلمې پېړۍ لومړیو کې د ښکار او وچکالۍ له کبله د آسیايي زمریانو شمېر لسګونو ته راټیټ شو

هندي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د پنځه کاله مخکې مودې پرتله د آسیايي زمریانو شمېر ۲۷٪ ډېر شوی دی.

د ګجرات ایالت سیمه ییزې ادارې مشر اناندیبين پاټېل وویل، په ۲۰۱۰ کې د زمریانو شمېر ۴۱۱ و، چې په ۲۰۱۵ کې ۵۲۳ ته رسېدلی دی.

په ګجرات کې د هندي چارواکو رسمي شمېرنې ښيي، ددغه ایالت په ۲۱ زره مربع کیلومتره خاوره کې نژدې ۲۵۰۰ رضاکاران د ۱۰۹ نارینه زمریانو او ۲۰۱ ښځینه زمریانو او ددوی د ۲۱۳ بچیانو پالنه کوي.

ددغه ایالت د ځنګلي چارو مسؤول بي بي سي ته وویل، دوی هغه زمریان شمېرلي چې ځانګړې نښې یې ورباندې کړې او د حرکت په حالت کې دوی ته معلومېږي.

آسیايي زمریان تر ډېره د هند د لوېدیځ ګجرات ایالت په "ګیر" ځنګل کې اوسېږي.

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په یاد ایالت کې د ښکار او وچکالۍ له کبله د زمریانو شمېر آن لسګونو ته راټیټ شوی و.

خو دغه زمریان د شلمې پېړۍ په وروستیو کې ډېر شول؛ ځکه چې حکومت د زمریانو پر ښکار بندیز ولګاوه، او د حیواني شتمنیو د ساتنې لپاره یې سخت اجرآت وکړل.

زموږ خبریال وايي، په دې ایالت کې د زمریانو ډېرېدل د دوی د سلامتیا لپاره هم یوه اندېښنه راپورته کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ملاتړي وايي، نژدې ۴۰ سلنه زمریان له ځنګلونو بهر اوسېږي، چې په وینا یې ۲۶۰ یې په تېرو پنځو کلونو کې مړه شوي دي.

دوی وايي، کروندو ته څېرمه پرانیستي څاګان، اغزن تارونه، بېرحمانه ښکار، د اورګاډو او بسونو تګ راتګ د ګجرات ځینې سیمې د زمریانو لپاره په ګرده آسیا کې "مرګونی ځای" ګرځولی دی.

پر انسانانو د زمریانو د بریدونو پېښې هم ډېرې شوې دي، چې یوازې په تېرو دوو کلونو کې یې ۱۴ انسانان وژلي او ۱۱۴ نور یې سخت داړلي دي.