د شمالي کوریا دفاع وزیر 'اعدام شو'

هیون یونګ چول د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی هیون په ۲۰۱۲ کال دفاع وزیر شو.

د جنوبي کوریا څارګرې ادارې پارلمان ته پخپل راپور کې ویلي، چې د شمالي کوریا دفاع وزیر هیون یونګ چول اعدام شوی دی.

ویل کېږي ښاغلی هیون د تېر اپرېل پر ۳۰ د هېواد مشر ته د نه درناوي په تور اعدام شوی.

ښاغلی هیون په ۲۰۱۲ کال دفاع وزیر شو.

نوموړی له ۲۰۱۰ کال راهیسې د جنرالۍ رتبې ته ورسېد، خو په اړه یې ډېر جزییات نه شته.

هغه د ۲۰۱۱ په دسمبر میاشت کې د شمالي کوریا د مخکیني مشر کیم جونګ اېل د خښولو په کمېټه کې کار کړی.

د نوموړي د اعدام په اړه ډېر جزییات نه شته، خو یونهاپ د سوېلي کوریا د ملي امنیت سازمان له قوله لیکلي، هیون یونګ چول د پوځي مراسمو پرمهال ویده شوی و.

د جنوبي کوریا څارګر سازمان د اپریل پر ۲۹ هم راپور ورکړی و، چې شمالي کوریا د روان کال له پیلېدا راهیسې په هېواد کې پنځلس لوړپوړي چارواکي اعدام کړي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کیم جونګ اون واک ته له رسېدا راهیسې له چارواکو سره سختي پیل کړې ده

په اعدام شویو کې یو هم د یوه وزیر مرستیال و.

د اعدام دغه خبر د شمالي کوریا له خوا نه دی تایید شوی، خو چارواکي یې وايي، مشر یې وړاندې هم د خپلو سیالانو پروړاندې ورته ګامونه اخیستي دي.

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د ترور مېړه، چې د هېواد له واکمنو سیاستوالو څخه و، په ۲۰۱۳ کال اعدام شو.

کیم جونګ اون په ۲۰‍‍۱۱ کال د خپل پلار کیم جونګ اېل له مړینې وروسته واک ته ورسېد.

کارپوهان دغه اعدامونه د شمالي کوریا د مشر د ناامنۍ د احساس په معنا بولي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د ترور مېړه، چې د هېواد له واکمنو سیاستوالو څخه و، په ۲۰۱۳ کال اعدام شو.

ورته مطالب