سومالیا د پارلماني غړو دوه قاتلان اعدام کړل

سعادو علي وارسم د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سعادو علي وارسم تېر کال ووژل شوه.

په سومالیا کې د الشباب اورپکې ډلې دوه مشکوک غړي د پارلمان د څلورو غړو په ګډون د پنځو کسانو د وژنې په جرم اعدام شوي دي.

دوی د سومالیا پلازمېنه موګادیشو کې ډله ییز برید کړی و.

په موګادیشو کې پوځي محکمې د الشباب دغه دوه مشکوک غړي د پنځو کسانو قاتلان وګڼل.

د پارلمان څلورو وژل شویو غړو کې یوه مشهوره سندرغاړې سعادو علي وارسم وه.

نوموړې په تېر جولای کې د موټرچلونې پرمهال ویشتل شوې.

د الشباب ډله له تېرو څو کلونو راهیسې د سومالیا له حکومت سره جنګېږي، چې وايي هدف یې د اسلامي حکومت جوړول دي.

دغې ډلې څه موده وړاندې د اسلامي دولت (داعش) له مشر سره هم بیعت وکړ.

دا لومړی ځل دی چې د الشباب مشکوک غړي د سومالیايي چارواکو له خوا اعدام شوي.

د الشباب ډلې ویاند بي بي سي ته ویلي، یاده سندرغاړې له دې کبله په نښه شوې، چې سیاستواله وه، نه دا چې سندرغاړې وه.

الشباب تر ډېره پر سیاستوالو بریدونه کوي، او په تېرو درو کلونو کې یې لږترلږه درې ځلې د سومالیا د ولسمشرۍ پر ماڼۍ بریدونه کړي.

ورته مطالب