ایراني هندواڼو خلیج کې له ژور مذهبي اختلاف پرده پورته کړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ایراني او اماراتي چارواکو د هندواڼو د صحي والي خبره تایید کړې ده

د متحده عربي اماراتو له خوا د ایراني واردو شویو هندواڼو – چې ویل کېږي خوسا شوې وې – له کبله د شیعه ایران او ګاونډي سني خلیجي هېواد ترمنځ له مذهبي اړدوړ پرده پورته شوې ده.

اماراتو هوډ کړی، چې له ایران نه شپږ موټره واردې شوې هندواڼې بېرته دغه هېواد ته ستنې کړي. دا اندېښنې وروسته تر هغه راپورته شوې، چې ویل کېدل په واردو شویو هندواڼو کې "څرګند سوري" موندل شوي.

په اماراتو کې د ایران سفارت د دغو هندواڼو د "خوسا" کېدو په اړه رپوټونه رد کړي دي.

د اماراتو د چاپېریال ساتنې او اوبو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ایرانۍ هندواڼې سمې او صحي دي.

خو په ایراني او عربي رسنیو، په تېره بیا په سوشل مېډیا کې ددغې موضوع پوښښ ددغو دواړو ګاونډیانو ترمنځ له ژور مذهبي اختلاف د پردې پورته کولو په معنا دی.

دا موضوع د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې هغه مهال بربنډه شوه، چې په ټولیزو رسنیو کې اماراتو ته له ایران نه د واردو شویو هندواڼو په اړه یوه وېډیو خپره شوه، چې ګني له ورایه سوري پکې لیدل کېدل.

په یوټیوب خپره شوې وېډیو کې د "اندېښمن هېوادوال" په نامه یوه کس ادعا کړې، چې "په هندواڼه کې د سوریو له لارې زهرجن مایع ورننویستل شوي او بیا دا سوري په خاورو پټ شوي دي".

دا موضوع پر خواله رسنیو وروسته له هغه ډېره ګرمه شوه، چې د دبۍ د پولیسو مشر خلفان پر خپلې ټویټر پاڼې ولیکل، له ایران نه واردې شوې مېوې "صحي ناورین" دی:

"نن، نه یوازې د ایراني تولیداتو مضروب پر هندواڼې پورې محدود دی، بلکې اتومي بټۍ، اقتصاد او کرنه یې هم تر شک لاندې دي".

سعودي عربستان او کویت ته د واردو شویو هندواڼو د خوسا کېدو د خبر له رسېدا وروسته، د خواله رسنیو ځینو کاروونکو دا له "دسیسې ډک نظرونه" وګڼل، چې په وینا یې په لوی لاس د ایراني خوړو په اړه په خلکو کې وېره او شک پیدا کوي، چې ویل کېدل "زهرجنه صفوي هندواڼه" د "تور سحر" په مټ چمتو شوې ده.

د صفوي توری د پخواني فارس (ایران) هغو واکمنو ته اشاره ده، چې د شپاړسمې پېړۍ په اوږدو کې یې هلته واکمني کړې ده، او شیعه مذهب یې د دولت دین ګرځولی.

"شیعه امپراتوري"

ځینې سنيان او عربان وېره لري چې ایران اوس د صفویانو په څېر د یوې شیعه امپراتورۍ جوړولو په هڅه کې دی.

دې اندېښنې د ولسونو اندېښنه ډېره کړه، چې په لړ کې یې ایراني هندواڼې د ابو ظبۍ له بازارونو راټولې شوې.

خو د اماراتو د چاپېریال ساتنې او اوبو وزارت پخپله یوه ویناپاڼه کې دغه هندواڼې صحي وبللې.

وزارت ویلي وو، حشراتو په هندواڼو کې سوري کړي، خو په مېوو کې ددغو حشرو کوم اثر ونه موندل شو.

د ایران خبري رسنیو وویل، د "خوسا شویو هندواڼو" په اړه رپوټونه د سوداګریزې سیالۍ او تبلیغاتو یوه برخه ده.

په ابو ظبۍ کې د ایران سفارت وویل، دا کار ځکه شوی، چې "د ایران د لوړ کیفیت لرونکو کرنیزو تولیداتو بازار خراب کړي".

خو د ایران "مهر" خبري اژانس په ایران کې د نباتاتو د ساتنې مرکز د مشر حسین ازادي نجف آبادي له قوله ویلي وو: "شاید ددغې قضیې تر شا سیاسي کینه او یا سوداګریزه سیالۍ وي".

نجف آبادي دا هم ویلي چې ایران "له هېڅ کوم منطقي دلیل پرته" په ایراني هندواڼو بار شپږ لارۍ بېرته راستنې کړې دي.

دی وايي په ایران کې اړوندو چارواکو "له ستنېدا وروسته ددغو هندواڼو سوري کتلي، چې یوازې په ډېرو کمو هندواڼو کې لیدل شوي. دغه سوري حشراتو او چینجیو کړي دي".

نومړی وايي، ایران لاهم ددغو هندواڼو په صحت او سلامتیا ټینګار کوي، خو دا قضیه به له قانوني لارو چارو وڅاري.

د ایران محافظه کار "فارس" خبري اژانس د هندواڼې په اړه دغه بحثونه په یمن کې د حوثیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف له بریدونو وروسته، د عربي خبري رسنیو له خوا "د ایران پرضد کمپاین یو نوی پړاو" ګڼلی دی.