د لومړي ځل لپاره قطري ښځو حکومت کې ځای وموند

د انځور حقوق AFP

دا لومړۍ ځل دی چې دوو ښځو په قطر کې د ټاکنو له لارې د ښاروالۍ مرکزي شورا ته لار وموندله.

د فرانس پرېس خبري آژانس خبر ورکوي چې شېخه جُفیري او فاطمه الکواري د چهارشنبې په ورځ د شورا د ۲۹ غړو لپاره په تر سره شوو ټاکنو کې دوه ځوکۍ وګټلې چې یوازې مشورتي صلاحیتونه لري.

د ټاکنو عمومي مشر مجید ابراهیمي الخلیفي فرانس پرېس ته تائید کړې چې دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دوه ښځې غوره شوي.

مېرمن جُفیري د قطریانو په وینا یوه سیاسي فعاله ده او په شورا کې یې له ۲۰۰۳ کاله راپدېخوا ونډه درلودلې ده، خو مېرمن کواري د لومړي ځل لپاره په دې بهیر کې برخه اخېستې وه.

د ټاکنو د قانون له مخې هغه قطریان رای ورکولی شي چې اتلس کلن او تر هغه پورته وي.

که څه هم تر ۲۳۰۰۰ ډېرو رای ورکوونکو کې د ښځو او نرانو شمېر کابو سره برابر دی خو په نوماندانو کې د جنس له پلوه توپیر ډېر دی.

چارواکي وايي چې تر ۷۰ سلنې ډېرو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی ؤ چې تر ۱۴۶۰۰ کسانو هم ډېرو رایه ورکړې ده.

د ۲۰۱۱ کال د ټاکنو په پرتله چې ۴۳ سلنه خلکو په کې ګډون کړی ؤ، دې ټاکنو ته لېوالتیا ډېره برېښېده.

ورته مطالب