جرمني کې د اورګاډي ټکر له کبله دوه کسان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption پوليس وايي اړين خدمتونه د پېښې ځای ته رسېدلي. د پوليسو وياند يوخن لشکی وايي پېښه د اېبنبوغن سيمې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده

پوليس وايي د جرمني په اېبنبوغن ښار کې د اورکاډي او لارۍ د ټکر له کبله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

دولتي کارکوونکي وايي دا پېښه هغه مهال د اېبنبوغن په ښار کې رامنځ ته شوه چې له اوسنبورک څخه يوې لارۍ موټر سره لېږدوله او له اورکاډي سره ټکر شوه.

ويل کېږي د دريو ټپيانو حالت نازک دی.

د پوليسو وياند يوخن لشکی وايي اړين خدمتونه د پېښې ځای ته رسېدلي. دی وايي په اورکاډي کې په زيات شمېر کسان سپاره وو.

دی وايي د ژغورنې ډله د ښکېلو کسانو د ژغورنې او روغتون ته د ټپيانو د لېږدلو لپاره رسېدلې.

پوليس وايي د لارۍ موټر چلوونکی نه دی ټپي شوی.