د امريکا ځانګړو ځواکونو د اسلامي دولت ډلې يو مشر وژلی دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption سپينه ماڼۍ وايي په دې عملياتو کې امريکايي ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلی

پېنټاګون وايي د امريکا ځانګړو ځواکونو سوريه کې د "اسلامي دولت" داعش ډلې يو مشر وژلی او مېرمن يې نېولې ده.

د امريکا د دفاع وزارت په یوه بيانيه کې راغلي چې ابو سياف د اسلامي دولت ډلې د تېلو، غازو او مالي چارې سمبالولې او پوځي رتبه يې هم لرله.

ابو سياف د ال عمر عملياتو کې، چې د ولسمشر بارک اوباما په اجازه عراق کې د امريکايي عسکرو له خوا ترسره شوي، وژل شوی دی.

سپينه ماڼۍ وايي په دې عملياتو کې امريکايي ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

دوی وايي د سياف ښځه ام سياف د "اسلامي دولت" ډلې غړې ده او اوس عراق کې پوځي زندان ته لېږدول شوې ده.

وړاندې د سوریې حکومت ويلي وو، دولتي ځواکونو د "اسلامي دولت" ډلې شاوخوا ۴۰ جنګيالي وژلي دي. په وژل شويو کسانو کې د دې ډلې د تېلو وزير هم ګډون لري.

د انځور حقوق bbc
Image caption اوس مهال عراقي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې سره په رمادي کې په جګړه لګيا دي

تېل او غاز د اسلامی دولت ډلې لپاره د عوايدو تر ټولو لويه سرچينه ده.

د تېرې چهارشبنې پر ورځ عراقي دولت ويلي وو چې د امريکا اېتلافي ځواکونو په عملياتو کې د عراق په شمال کې د اسلامي دولت ډلې دوهم کس وژل شوی و.

اوس مهال عراقي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې سره په رمادي کې په جګړه لګيا دي.

رمادي د عراق په لويديځ کې مهم او لوی ښار ګڼل کېږی.

عراقي لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي، د "اسلامي دولت" لاسونو ته به د رمادي ښار لوېدو ته اجازه ورنه کړي.

روانه اوونۍ "اسلامي دولت" ډلې د خپل مشر ابوبکر البغدادي يو غږيز پيغام خپور کړی و، که چېرې تاييد کړل شي دا به له مياشتو وروسته د ده نوی پيغام وي.

ورته مطالب