د اسامه بن لادن مرستیال په عمري بند محکوم شو

الفواز د انځور حقوق
Image caption الفواز په لندن کې د اسامه بن لادن ویاند او د القاعدې شبکې د رسنیو سلاکار مشر پاتې شوی.

په امریکا کې د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر او بنسټګر اسامه بن لادن مرستیال او ویاند خالد الفواز په ۱‍۹۹۸ کال د افریقا په ختیځ کې د امریکا پر دوو سفارتونو د بریدونو او د ۲۲۴ کسانو د وژل کېدو په جرم په عمري بند محکوم شو.

دغه بریدونه په ۱۹۹۸ کال د تنزانیا پلازمېنه دار السلام او کینیا کې د امریکا پر سفارتونو شوي وو.

خالد الفواز په هماغه کال په لندن کې ونیول شو، او بیا امریکا ته یووړل شو.

الفواز په لندن کې د اسامه بن لادن ویاند او د القاعدې شبکې د رسنیو سلاکار مشر پاتې شوی.

نوموړی د سعودي عربستان دی، چې په تېره فبرورۍ کې په څلورو ترهګریزو تورونو مجرم وګڼل شو.

امریکايي څارنوالان وايي، الفواز لندن کې د یوه داسې دفتر مشري کوله، چې خبري رسنیو ته یې د بن لادن فتواګانې خپرولې.

د نیویارک یوه څارنوال برېټ بارارا وویل الفواز "لوېدیځ ته د اسامه پُل و".

دی وايي "فواز له یوه داسې قاتل نظام سره دسیسې جوړولې، چې پایله یې وېره خپرول او مرګ و".

پر الفواز دا تور هم دی چې ګني له خپل دفتره یې د اړیکو توکي استول، چې یو هم د القاعدې شبکې مخکیني مشر ته د ثریا تیلیفون استول و.