مصر مرسي له زندانه د تېښتې قضیه کې په اعدام محکوم کړ

محمد مرسي د انځور حقوق Getty
Image caption محمد مرسي د مصر لومړی منتخب ولسمشر و، خو تر څه کم یوه کال واکمنۍ وروسته پوځ پسې ر اواخیسته او د کودتا په پایله کې یې بندي کړي.

په مصر کې محکمې مخکینی ولسمشر محمد مرسي په مرګ محکوم کړی. د محکمې د پرېکړې له مخې، ۱۰۵ نور کسان هم په زندان محکوم شوي.

پر نوموړی یو لوی تور د فلسطین حماس او لبنان حزب الله ډلو په ګډون له ځینو بهرنیو اړخونو سره د استخباراتو شریکول و.

محکمې د اخوان المسلمین ګوند ۱۶ نور مشران هم د جاسوسۍ په ګډون په ځینو قضیو کې د ښکېلتیا له کبله په اعدام محکوم کړل.

خو د مرسي نوم په دغو قضیو کې په اعدام د محکومو کسانو په لست کې نه و.

وړاندې داسې رپوټونه وو، که چېرې پر محمد مرسي دغه تورونه ثابت شي، نو د اعدام له سزا سره مخامخېدلی شي.

پر محمد مرسي دویم لوی تور د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې له زندان نه د تېښتې قضیه ده.

تېره میاشت د مصر محکمې محمد مرسي او د هغه دوه مرستیالان د ۲۰۱۲ کال دسمبر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د لاریون کوونکو د وژلو په تور په ۲۰ کلونو بند محکوم کړل.

محمد مرسي د ۲۰۱۳ کال په جولای کې د پوځي کودتا په پایله کې له واکه لیرې او بیا بندي شو.

په مصر کې په اعدام د ټولو محکومو کسانو قضیې لومړی د مصر لوی مفتي ته ورځي. که چېرې د مصر لوی مفتي یې هم تایید کړي، بیا هم تورن د استیناف حق لري.

د انځور حقوق AP
Image caption د مرسي پلویان وايي، د محمد مرسي پرضد راپورته شوې قضیې سیاسي اړخونه لري.

له واکه د محمد مرسي له لیرې کېدا راهیسې مصري حکومت پر اخوان المسلمین ګوند پسې راخیستې ده، چې پر سلګونو پلویانو یې د اعدام حکم کړی او سلګونه نور یې بندیان کړي دي.

محمد مرسي د مصر لومړی ټاکل شوی ولسمشر و، خو تر څه کم یوه کال واکمنۍ وروسته پوځ پسې ر اواخیسته او د کودتا په پایله کې یې بندي کړي.

د مرسي پلویان وايي، د محمد مرسي پرضد راپورته شوې قضیې سیاسي اړخونه لري.