د امریکا ستره محکمه پر وژونکې پیچکارۍ غور کوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امریکا په متحدو ایالتونو کې د محکومینو د اعدام لپاره زیاتره له وژونکې پیچکارۍ څخه کار اخیستل کېږي

په دې وروستیو کې د امریکا سترې محکمې د مرګ د سزا په یوې قضيې کې د وژونکې پیچکارۍ د استعمال په اړه استدلالونه واورېدل.

د محکمې فیصله به د اعدام د سزا د طریقو لپاره مهمې پایلې ولري.

د امریکا د اساسي قانون د اتم تعدیل له مخې “بېرحمانه او غیرعادي سزاګانو” ته اجازه نشته. په ۱۹۷۶ کې د مرګ د سزا د بیا رامنځته کېدو راهیسې د امریکا بېلابېلو متحدو ایالتونو هڅه کړې چې تر ممکنه حده پورې د اعدام د انساني ډولونو څخه کار واخلي.س

د ډېرو کلونو لپاره، ایالتونو د وژونکې پیچکارۍ څخه کار اخیسته، ځکه ګومان کېده چې هغه د نورو طریقو لکه غرغره کولو، د برېښنا یا غازو پوسیله وژلو په پرتله د ډېر درد او ځورولو سبب نه کېږي.

خو، په یوې وروستۍ قضيې کې د اوکلاهوما درې تنو بندیانو استدلال وکړ چې په وژونکې پیچکارۍ کې د اوسنیو معمولو درې ډولو داروګانو کارول د شدید درد او ځورېدو سبب کېدای شي، په داسې حال کې چې د اساسي قانون اتم تعدیل دې کار ته اجازه نه ورکوي.

په مرګ محکومو کسانو ولې پخوا دغسې استدلال نه و کړی؟

په ۲۰۰۸ کې په کینتکي ایالت کې نورو کسانو په یوې بلې قضيې کې هم دغه استدلال کړی و، خو هغه وخت محکمې په کینتکي کې د وژونکې پیچکارۍ طریقه چې په ځینو نورو ایالتونو کې هم کارېدله، قانوني بللې وه.

د امریکا په متحدو ایالتونوکې د مرګ سزا

  • د امریکا په ۳۲ ایالتونو کې د مرګ سزا قانوني ده، په تکزاس کې ترټولو زیات اعدامونه شوي، کنکتیکټ او نوي مکسیکو ایالتونو د مرګ سزا له منځه وړې ده، خو د هغوی د قوانینو له مخې دا نوی قانون پر پخوانیو بندیانو نه تطبیقیږي، نو ځکه هغوی تر اوسه پورې یوشمیر بندیان لري چې د مرګ سزا لپاره انتظار باسي.
  • د امریکا ۱۸ ایالتونو د مرګ سزا له منځه وړې ده چې وروستۍ يې په ۲۰۱۳ کې د ماریلینډ ایالت وه.
  • په کالیفورنیا کې د هغو بندیانو شمېر ترټولو زیات (څه باندې ۷۴۰) دی چې د مرګ سزا ته انتظار باسي.
  • د ۲۰۱۵ په مارچ کې د یوتا ایالت پر اعدام محکومو کسانو لپاره د ټوپک په ډزو ویشتلو طریقه بیا پیل کړه.
  • د سییټل پوهنتون د څلورو پروفیسرانو یوې څېړنې چې د مرګ د سزا د لګښت په اړه يې کوله وموندله د هغو قضیو په پرتله چې د مرګ د سزا غوښتنه پکې نه وي شوې، د مرګ د سزا یوه قضیه ۱،۱۵ میلیونه ډالره اضافي لګښت لري.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption میدازولام په ۱۹۷۰ یموکلونوکې د یو آرامونکي داروپه توګه رامنځته شو

دا قضیه ولې بیا محکمې ته وړاندې شوه؟

له ۲۰۰۸ راهیسې ډیر شیان بدل شوي. هغه وخت د امریکا په متحدو ایالتونو کې د محکومو کسانو د اعدام لپاره درې ګوني داروګان یوځای استعمالېدل.

لومړی دارو سودیم تیوپینتال و چې د بېسده کولو لپاره کارېدل. کله چې به محکوم شخص بېسده شو، دویم دارو، پانکیورونیم بروماید، به ورته پیچکاري کېده، چې بندي به يې فلج کاوه. دریم دارو معمولاً پوتاسیم کلوراید و چې د شخص د زړه د درېدو او مړینې سبب کېده.

خو، د ۲۰۱۰ راهیسې زیاترو ایالتونو ددغو وژونکو داروګانو، په تېره بیا لومړی دارو، سودیم تیوپینتال، په پیدا کولو او رانیولو کې ستونزې درلودې.

د داروګانو جوړونکو شرکتونو نور دغه داروګان نه خرڅول ځکه هغوی ویل نه غواړي د خلکو په وژلو کې لاس ولري. له دې امله د ایالتونو چارواکو د نورو مشکوکو لارو په مرسته د اړتیا وړ داروګان ترلاسه کول.

په اوکلاهوما او درې نورو ایالتونو، فلوریدا، اوهایو او اریزونا، کې تراوسه پورې د ۳ داروګانو د ترکیب څخه کار اخیستل کیږي، خو د سودیم تیوپینتال پرځای د میدازولام په نامه یو بل دارو استعمالوي. ځینو کسانو استدلال کړی چې میدازولام د بېسده کولو لپاره اغېزمن نه دی، او له دې امله خلک د ۲ نورو داروګانو، دویم او دریم دارو د استعمال په وخت کې د درد احساس کوي.

کوم شواهد محکمې ته وړاندې شوي؟

د امریکا د متحدو ایالتونو د سترې محکمې د ۹ تنو قاضیانو څخه ۴ قاضیانو د ایالتونو له خوا وړاندې شوي شواهد نه دي منلي او هغه يې غیرعلمي بللي.

له بلې خوا، بندیانو استدلال کړی او شواهد يې وړاندې کړي چې کله کله د اعدام مراسم په سمه توګه نه دي ترسره شوي او د شدید درد او ځورېدو خطر رامنځته شوی دی.

په ۲۰۱۴ کې، ۳ تنه بندیان چې د میدازولام په ګډون د درې ګونو داروګانو پوسیله اعدامېدل، د وروستۍ وژونکې پیچکارۍ نه وړاندې بېرته له بېسدۍ څخه راویښ شوي و، او عیني شاهدانو ویلي و چې محکومینو د هوا ترلاسه کولو لپاره سلګۍ وهلې او له درده تاو راتاو کېدل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ویل کیږي چې د ۲۰۱۴ په اپریل کې، کلیټن لاکیټ د وژونکو داروګانو له پیچکارۍ کیدو نه وروسته هڅه کوله چې راپورته شي، کېني او خبرې وکړي

عیني شاهدانو دا هم ویلي و چې د امریکا د خوراکي توکو او داروګانو د چارو ادارې میدازولام د بېسده کولو دارو په توګه نه و منلی او د بېسده کولو لپاره يې مناسب نه و بللی.

که محکمه د اوسنیو طریقو په پلوي فیصله وکړي څه به پېښ شي؟

په لنډې مودې کې به پدې معنا وي چې په څلورو اړوندو ایالتونو کې به د اعدام طریقه د اوس په شان روانه وي.

خو په اوږدې مودې کې او د محکمې د استدلال پربنسټ ښايي په دې معنا وي چې ایالتونه به کولای شي د راز راز داروګانو د ترکیب په اړه تجربې وکړي او محکمه به پکې مداخله نه کوي.

که محکمه ددې طریقې پرخلاف فیصله وکړي څه به پېښ شي؟

د مرګ د سزا مخالفین به هیله کوي چې داسې یوه فیصله به ددې سزا د له منځه تلوپه لاره کې یو بل ګام وي، خو تجربه ښيي چې د مرګ د سزا له منځه وړل آسانه کار نه دی.

هغو ایالتونو چې د وژونکو داروګانو په ترلاسه کولو کې يې ستونزې درلودې د مرګ سزا له منځه نه ده وړې او د وژلو نورې طریقې يې بیا رامنځته کړې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سره ددې چې د اعدام د ډلګۍ د ډزو طریقه قانوني شویده، د یوتا ایالت ګورنر ګاري هربرټ دا مني چې دا طریقه یوڅه وحشتناکه ده

په اپریل کې اوکلاهوما یو نوی قانون تصویب کړ چې وايي که د وژونکې پیچکارۍ لپاره د اړتیا وړ داروګان پیدا نشي نو د اعدامولو لپاره د نایتروجن غاز څخه کار اخیستل کېدای شي. په مارچ کې د یوتا ایالت یو قانون تصویب کړ چې که وژونکي داروګان پیدا نه شي نو د توپک د ډزو (داعدام د ډلګۍ ډزو) څخه کار اخیستل کېدای شي.

نو محکمه ښايي څه ډول فیصله وکړي؟

په شفاهي ویناګانو او استدلالونو کې د ځینو قاضیانو له خبرو څخه یوڅه معلومیږي چې هغوی به څه ډول فیصله کوي.

قاضي سوتومایور په وار وار ویلي چې د بېسدۍ د مناسبو داروګانو پرته د وژونکې پیچکارۍ کارول د یو چا د ژوندي سوځولو په معنا دي. داسې ښکاري چې هغه وايي د اعدامولو دا طریقه وحشیانه ده.

له بلې خوا، قاضي الیتو ویلي چې که د وژونکې پیچکارۍ په طریقه کې کومه ستونزه رامنځته شوي وي، نو ملامتي يې د هغو کسانو پرغاړه ده چې د اعدام د سزا له منځه وړل يې غوښتل، ځکه چې هغوی د دارو جوړولو شرکتونه وهڅول چې ددې وژونکو داروګانو له تجارت څخه لاس واخلي.

قاضي الیتو ویلي چې د مرګ د سزا مخالفینو ددې سزا پرضد چریکي جګړه پیل کړه او هڅه يې وکړه چې دولتونه ونشي کولای داسې داروګان ترلاسه کړي چې د اعدام په وخت کې د چا لپاره د ډېر درد سبب نه کېږي.

ښايي دا وړاندوینه به سمه وي چې ۴ آزاد خیاله قاضیان به د وژونکې پیچکارۍ اوسنۍ طریقې پر خلاف رایه ورکړي، او ۴ محافظه کاره قاضیان به د اوسنۍ طریقې په پلوي رایه ورکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د قاضي آنټوني کنیډي رایه به مهمه وي؟

ښايي د محکمې فیصله به په دې پورې تړلې وي چې قاضي کنیډي به څه ډول رایه ورکړي. قاضي کنیډي معمولاً یو محافظه کاره بلل کیږي خو کله کله د لیبرالانو یا آزاد خیالو په پلوي رایه ورکوي. په جون کې به دا معلومه شي.

ددې قضيې نورې ځانګړتیاوې څه دي؟

کله چې محکمې ددې قضيې اورېدو سره موافقه وکړه، د ۴ بندیانو موضوع مطرح وه. خو، له هغو څخه یو بندي، چارلز وارنر، د یو غیرعادي طرزالعمل له امله د محکمې د اورېدنو د موافقې نه لږ وروسته اعدام شو.

د محکمې د طرزالعمل یا د کار د طریقې له مخې، محکمه یوازې هغه قضيې اوري چې له ۹ قاضیانو څخه ۴ يې اورېدل ومني. خو، د یو اعدام د لغو کولو لپاره د پنځو قاضیانو رایې ته اړتیا ده.

که څه هم ۴ قاضیانو منلې وه چې قضیه به اوري، خو د چارلز وارنر د اعدام د مخنیوي لپاره دا کافي نه وه. داسې استدلال کېدای شي چې د قاضیانو له خوا د قضيې د اورېدلو په وخت کې باید د وارنر اعدام ځنډول شوی وای.