"د "داعش" اړوند جنګیالي اروپا ته "قاچاق کېږي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په روان کال کې تر اوسه د اټکل له مخې، له ۱۸۰۰ ډېر کسان اروپا ته په هغو بېړیو کې د رسېدو په هیله وژل شوي، چې د مسافرو د تګ لپاره وړ نه وې.

یوه لیبیايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، د "اسلامي دولت (داعش) ځینې جنګیالي د قاچاچ وړونکو ډلو له خوا د مدیترانې اوبو کې اروپا ته لېږدول کېږي.

د لیبیا حکومت یوه سلاکار عبدالباسط هارون وايي، قاچاق وړونکي د داعش جنګیالي د کډوالو په بېړیو کې اروپا ته استوي.

نوموړي دا څرګندونې د کډوالو لېږدوونکو بېړیو له ځینو سمبالوونکو سره د خبرو پربنسټ کړې دي، چې وايي د افریقا شمالي سیمې د وسله والو سخت دریځو په لاس کې دي.

ښاغلی هارون ادعا کوي، چې داعش دغو قاچاق وړونکو ته د نیمو عوایدو د اجازې ورکولو په مقابل کې دا کار کوي.

دغه لیبیايي چارواکي د بي بي سي ۵ رادیو ۵ ته په خبرو کې ویلي داعش "له دغو بېړیو د خپلو جنګیالیو د لېږدولو لپاره ګټه اخلي، ځکه چې په اروپا کې پولیس نه پوهېږي چې په کډوالو کې څوک يې له داعش سره هم تړاو لري او کوم یې اصلي کډوال دي".

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي، چې په روان زیږدیز کال کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو اروپا ته د رسېدو هڅې کړې دي.

په روان کال کې تر اوسه د اټکل له مخې، له ۱۸۰۰ ډېر کسان اروپا ته په هغو بېړیو کې د رسېدو په هیله وژل شوي، چې د مسافرو د تګ لپاره وړ نه وې.

د رپوټونو له مخې، دغه شمېرې د تېر کال د همدې مودې پرتله، ۲۰ برابره ډېروالی ښيي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مدیترانې اوبو کې د کډوالو له کړکېچ سره د مبارزې لپاره پر لانورو اړینو ګامونو اخیستو ټینګار کړی.

په تېر اپرېل میاشت کې اروپايي ټولنې په یوه بېړۍ کې له ۸۰۰ د ډېرو کډوالو د وژل کېدو له پېښې وروسته بېړۍ غونډه جوړه کړه، چې دغه کړکېچ نور پایته ورسوي.

د اروپايي ټولنې مشرانو په سرمشریزه کې هوکړه وکړه چې د کډوالو د ژغورنې او موندلو د عملیاتو لپاره دې، ددغې ټولنې بودیجه درې برابره ډېره شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مدیترانې اوبو کې د کډوالو له کړکېچ سره د مبارزې لپاره پر لانورو اړینو ګامونو اخیستو ټینګار کړی.

ورته مطالب