امریکا په مرسي د اعدام حکم په اړه اندېښنه ښودلې

د انځور حقوق AP
Image caption پر محمد مرسي دویم لوی تور د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې له زندان نه د تېښتې قضیه ده.

امریکا د مصری قضاء له خوا د مصر پر مخکیني ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمین ګوند د نورو غړو په حق کې د اعدام پر حکم سخته اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، د مصر قضاء له نړیوالو تړونونو سره د مصر هوکړې او د خپل قانون لپاره درناوی نه لري.

وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر محمد مرسي د اعدام حکم د مصر د فرعوني زمانې ورته پرېکړه بللې وه.

د تېرې شنبې په ورځ (غويي ۲۶) په مصر کې محکمې مخکینی ولسمشر محمد مرسي په مرګ محکوم کړی. د محکمې د پرېکړې له مخې، ۱۰۵ نور کسان هم په زندان محکوم شوي.

پر نوموړی یو لوی تور د فلسطین حماس او لبنان حزب الله ډلو په ګډون له ځینو بهرنیو اړخونو سره د استخباراتو شریکول و.

محکمې د اخوان المسلمین ګوند ۱۶ نور مشران هم د جاسوسۍ په ګډون په ځینو قضیو کې د ښکېلتیا له کبله په اعدام محکوم کړل.

خو د مرسي نوم په دغو قضیو کې په اعدام د محکومو کسانو په لست کې نه و.

وړاندې داسې رپوټونه وو، که چېرې پر محمد مرسي دغه تورونه ثابت شي، نو د اعدام له سزا سره مخامخېدلی شي.

پر محمد مرسي دویم لوی تور د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې له زندان نه د تېښتې قضیه ده.

ورته مطالب