عراق د رمادي بېرته نيولو لپاره شيعه ملېشې لېږي

د انځور حقوق AP
Image caption په ټولنیزو رسنيو کې خپاره شوي تصويرونه ښيي پوځي ګاډي چې سرتيري يې په شاوخوا نښتي په چټکۍ له رمادي وځي

راپورونه وايي د عراق حکومت د اسلامي دولت ډلې له لوري د نيول شوي رمادي ښار د بېرته نيولو لپاره د ايران له ملاتړه برخمنې ملېشې لېږي.

ويل کيږي له هغه راهيسې چې حکومتي ځواکونو رمادي ښار پرېښود شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

رمادي ښار وروسته له هغه د اسلامي دولت ډلې جنګياليو لاس ته کيوت چې حکومتي ځواکونه له خپلو سنګرونو په شا شول.

راپورونه وايي له څو ورځنيو سختو نښتو وروسته پوليس او سرتيري اړ شول چې غير منظم شاتګ وکړي.

رمادي د عراق د تر ټولو ستر ولایت انبار مرکز دی او له پلازمېنې بغداد سره شاوخوا ۱۱۲ کيلو متره واټن لري.

يوه وينا پاڼه چې ويل کيږي د اسلامي دولت ډلې (داعش) ده په کې ويل شوي جنګياليو يې ټول ښار له حکومتي ځواکونو پاک کړی دی.

په وينا پاڼه کې راغلي جنګياليو اتمه پوځي ليوا نيولې او د ټانکونو په ګډون سپکې او درنې وسلې د اسلامي دولت جنګياليو لاس ته لوېدلي دي.

د انبار د والي په دفتر کې يوې معتبرې سرچيني بي بي سي ته ويلي، ښار اوس په بشپړ ډول د داعش په ولکه کې دی او ټول حکومتي ځواکونه وتلي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption لومړي وزير حيدر العبادي خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې مقاومت وکړي او دغه ښار ته به شيعه ملېشې واستوي

لومړي وزير حيدر العبادي خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې مقاومت وکړي او دغه ښار ته به شيعه ملېشې واستوي.

خو يوه پوځي چارواکي بي بي سي ته ويلي ډیری ځواکونه د رمادي په ختيځ کې د خالديه يوه پوځي مرکز ته په شا شوي دي.

ده د نوم نه ښوولو په شرط ويلي حکومتي ځواکونو پرته له مهماتو منډې وهلې او ښايي د داعش پر وړاندې ځوابي بريد و نه شي کړای.

په ټولنیزو رسنيو کې خپاره شوي تصويرونه ښيي پوځي ګاډي چې سرتيري يې په شاوخوا نښتي په چټکۍ له رمادي وځي.

راپورونه وايي عراقي ځواکونه وروسته له هغه له دغه ښاره وتښتېدل چې د يکشنبې پر ورځ يو لړ موټر بم ځانمرګي بريدونه پرې وشول.

ورته مطالب