تکزاس کې د دوو ډلو ترمنځ نښه کې ۹ کسان ووژل شول

د انځور حقوق AP
Image caption پوليسو خلکو ته لارښوونه کړې چې له خپلو کورونو د راوتلو پر مهال له احتیاط نه کار واخلي

د امریکا په سويلي ایالت ټېکزاس کې پولیس وايي، په یوه خوړنځي کې د موټر سایکل ځغلولو دوو ډلو تر منځ نښته کې نهه کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي اته موټر سايکل ځغلوونکي ځای پر ځای ووژل شول او نهم په روغتون کې د اخيستو ټپونو له امله ساه ورکړه.

لږترلږه ۱۶ نور کسان وروسته له هغې روغتون ته ورسول شول، چې په دغه تاوتریخوالي کې یا په مرميو ولګېدل او یا هم په چړو ووهل شول.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، له لفظي شخړې وروسته دواړو ډلو پر يو بل د سوکانو او څپېړو ګوزارونه وکړل خو وروسته خبره چړو او ټوپکو ته ورسېده.

د ټوین پیکس په نامه دغه خوړنځي کې د نښتې پر مهال موجودو پېرودونکو ویلي، دوی او کارکوونکو د نښتې له پیلېدو وروسته ځانونه په یوه ګودام کې پټ کړي وو، چې وروسته پولیسو له سیمې وویستل.

يوه عيني شاهد ويلي: ''د هوټل د موټرو تمځای د جګړې په ډګر بدل شوی و او د اندازې له مخې په دغه جګړه کې شاوخوا ۳۰ ميله وسله وکارول شوه''.

د پوليسو په خبره د ډزو په تبادله کې پنځه ډلې ښکېلې وې او دغه پېښه تېره ورځ (يکشنبه، مې ۱۷) رامنځته شوه.

ظاهرآ جګړه د موټرو په تم ځای کې د ځای پر سر رامنځته شوه.

پوليسو خلکو ته لارښوونه کړې چې له خپلو کورونو د راوتلو پر مهال له احتیاط نه کار واخلي.

دوی ويلي درې کسان د پېښې پر مهال نيول شوي او په دغه پېښه کې پوليسو ته زيان نه دی رسېدلی.

ورته مطالب