د اسلام ضد فلم پر خپراوي بندیز لرې کړای شو

Image caption د فلم لوبغاړې سینډي لي ګارسیا ویلي وو نوموړې په تېروتنه په دغه فلم کې رول لوبولی او وروسته ورته د مرګ ګواښونه شوي دي.

د امریکا په سن فرانسیسکو کې یوې محکمې ویلي پر ګوګل د اسلام ضد فلم د خپرولو بندیز دې له منځه یوړل شي.

دغه فلم چې (د مسلمانانو بې ګناهي) نومول شوی په ۲۰۱۲ کال کې له خپرېدو وروسته په نړیواله کچه اړودوړ پارولی و.

تر دې مخکې تېر کال د امریکا یوې بلې ایالتي محکمې امر کړی و چې ګوګل باید دغه لانجمن فلم، چې د اسلام پیغمر حضرت محمد ص پر ضد جوړ شوی، له خپلې پاڼې لرې کړي.

د فلم لوبغاړې سینډي لي ګارسیا ویلي وو نوموړې په تېروتنه په دغه فلم کې رول لوبولی او وروسته ورته د مرګ ګواښونه شوي دي.

ګوګل ویلي: "موږ د محکمې د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوو".

"موږ لا له وړاندې په دې باور وو چې د محکمې پخوانۍ پرېکړه د چاپ حق د قانون ناسمه کارونه وه".

خو په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې چې ایا دغه فلم به بیا پر یوټیوب خپرېږي که نه.

په دغه فلم کې، چې یوه کوچنۍ برخه یې خپره شوې وه، اغلې ګارسیا په ظاهره د حضرت محمد ص د شخصیت په اړه ځینې لانجمنې پوښتنې مطرح کوي.

خو نوموړې ویلي، دې ته ویل شوي وو چې دا بل فلم دی او وروسته بیا د دې پر غږ د بل چا غږ ثبت شوی دی.

خو ګوګل استدلال کوي چې د فلم د چاپ حق یوازې د فلم جوړونکی نکولا بسلي لري او ځکه نو اغلې ګارسیا دا حق نه لري چې د دغه فلم د لرې کولو غوښتنه وکړي، چې د اپیل محکمې هم دغه پرېکړه کړې ده.

قاضۍ مارګرېټ مکیون ویلي: "په دغه قضیه کې د شخصي خوندیتوب مسله د چاپ د حق قانون او د بیان له ازادۍ سره ګډه شوې ده."

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ د اغلې ګارسیا وکیل ویلي: "د محکمې پرېکړه د اغلې ګارسیا ژوند ته متوجه خطر په پام کې نه نیسي. دې په خپله خوښه په دغه فلم کې چې د اسلام پیغمبر په اړه په کې د کرکې پیغامونه ښودل شوي، رول نه دی لوبولی".

د ۲۰۱۲ کال سپتمبر میاشت کې د دغه فلم له خپرېدو وروسته په نړیواله کچه ګڼ کسان د مظاهرو او اړودوړ له کبله وژل شوي وو.

ورته مطالب