''مصر د لاریونیانو پروړاندې له جنسي تېري ګټه اخلي''

له ۲۰۱۳ راهیسې له بندیانو سره د جنسي تېري پېښې ډېرې شوې دي د انځور حقوق Getty
Image caption له ۲۰۱۳ راهیسې له بندیانو سره د جنسي تېري پېښې ډېرې شوې دي

د بشري حقونو یوه نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، مصري چارواکي په پراخه کچه د خپلو بندي مخالفانو د ځپلو لپاره له جنسي تاوتریخوالي ګټه اخلي.

په راپور کې راغلي، په صمر کې د ''لاریونونو د ختمولو په موخه'' پر ښځو، سړو او ماشومانو جنسي تېري شوي دي.

راپور وايي، زیاتره بندیان پر بدني ځورونې سربېره د ډله ییزو جنسي تېریو ښکار هم شوي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، ددغه راپور په اړه اوس د ویلو لپاره څه نه لري.

په راپور کې راغلي په مصر کې د ۲۰۱۳ کال جولای کې واک ته د پوځ له رسېدو وروسته له بندیانو سره د جنسي تېري پېښې ډېرې شوې دي.

راپور کاږي، ډېر کم له جنایت کوونکو سره محاسبه کېږي، خو زیاتره یې د قانون له منګولو ژغورل کېږي.

په راپور کې دا هم راغلي، مصري پوځيانو، پولیسو، استخباراتي کارکوونکو او د وسله وال پوځ مامورینو پر ښځینه او نارینه بندیانو جنسي تېري کړي.

د جنسي تېري په قرباني شویو کې لاریون کوونکي محصلین، سیاسي فعالان هم دي.

د راپور چمتو کوونکي وايي، داسې هېڅ دلیل نه لري چې ګني د مصر چارواکو ددغه تاوتریخوالي امر کړی، خو ښکاري چې د حکومت په تګلاره کې دا ډول سخت دریځه سیاست شته.

راپور وايي، مصري قضاء ته د جنسي تېري ښکار شویو کسانو شکایتونه هم نه دي ر سېدلي، ځکه چې دا ډول ځورونې پخپله د قضايي سیستم له خوا په لوی لاس چمتو شوې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د ولسي پاڅون پروړاندې امنیتي چارې ټینګې کړي.

په زندان کې ډېری قربانیانو ته ویل شوي، که چېرې یې شکایت وکړ، سزا به یې مرګ وي.

د مصریانو ترمنځ له ډېر وخت راهیسې د جنسي ځورونې ستونزه موجوده ده، خو د پخواني ولسمشر حسني مبارک له لیرې کېدا وروسته دغه پدیده په پراخه کچه ډېره شوه.

تېر کال، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د ولسي پاڅون پروړاندې امنیتي چارې ټینګې کړي.

السیسي ویلي وو، جنسي تېري په هېڅ ډول ''د منلو وړ نه دي''، چې په وینا یې مصریان باید ''په ټولنه کې لوړ اخلاق عملي کړي''.

د یوه محصل څرګندونې

یوه پخواني بندي محصل ویلي ''یو افسر مې ولید چې یوه ښځه یې د هغې له سینو نیولې وه، ما ورته وویل: ''که غواړئ هغه ونیسئ، نو ویې نیسئ، خو له سینې او تیو د نیولو حق یې نه لرئ''.

''خو هغه ما ته هم راغی او ورکش یې کړم، دوو نورو پولیسو ته یې هم غږ کړ، هغوی راغلل او زه یې هم ورسره بوتلم. دوی مې په وهلو پیل وکړ او ښکنځاوې یې راته کولې.

په موټر کې یې ښکنځا راته کوله او سخت یې ووهلم، چې آن پر پښو هم نه شوای درېدلی. دوو نورو پوځيانو ډېرې پوچې ښکنځاوې راته وکړې.

یوه فسر موټر کې راته وویل: ''راشه چې زه خپل نرتوب دروښیم، چې زه نر یم که نه. دوی ډېر ناوړه جنسي عمل راسره وکړ، او بیا یې خندل، زه له پښو لوېدلی وم، او وینې مې کانګې کولې.''

د جنسي تېري یوه بله قرباني شوې ښځه وايي: ''زما ژوند له منځه تللی. زه د خپل زوی په غم کې یم، زه آن له خپل مېړه او پلار وېره لرم''.