پر ټویټر د اوباما لومړی خپور شوی پیغام

د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکايي ولسمشر بارک اوباما دغه ګڼون د ۵۹،۳ میلیون کسانو له خوا تعقیب شوی.

سپینې ماڼۍ ویلي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر خپل شخصي ټویټر ګڼون (اکونټ) خپل لومړی پیغام خپور کړی دی.

سپینه ماڼۍ وايي، د اوباما ټویټر ګڼون د POTUS@ په نامه دی، چې له جوړېدا ۲۴ ساعته وروسته یې د ملګرو او تعقیبوونکو شمېر ۱۰۰ زرو ته ورسېد.

اوباما پر خپل ټویټر لومړی پیغام په دې ټکو لیکلي چې:‎ "ښه راغلاست، ټویټر! دا بارک دی. له شک پرته! شپږ کاله کېږي چې زه دلته (سپینه ماڼۍ کې یم)، دا دی په وروستیو کې یې ما ته ځانګړی ګڼون راکړ."

د امریکايي ولسمشر بارک اوباما دغه ګڼون د ۵۹،۳ میلیون کسانو له خوا تعقیب شوی.

د نوموړي رسمي ټویټر ګڼون په BarackObama@ نامه په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی و.

خو دغه POTUS@ نوی ګڼون ددې لپاره جوړ شوی، چې له امریکايي ولس سره په مستقیم ډول په اړیکه کې شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر دې مهاله پر ټویټر اوباما ۶۵ کسان ملګري کړي، چې مشهور پکې د امریکا مخکیني ولسمشران بېل کلنټن، جورج ډبلیو بوش او د اوباما مېرمن میشل اوباما ده.

د سپینې ماڼۍ د ټویټر ګروپ په اعلامیه کې راغلي: "ولسمشر اوباما ژمن دی چې د امریکا په تاریخ کې یې اداره لا ډېره پرانیستې وي... اوباما ته د شخصي ټویټر ګڼون جوړولو هدف د ادی چې امریکایانو ته له هغه سره د مستقیمې اړیکې نیولو موقع ورکړله شي، او خپل مهم موضوعات ورسره شریک کړي".

تر دې مهاله پر ټویټر اوباما ۶۵ کسان ملګري کړي، چې مشهور پکې د امریکا مخکیني ولسمشران بېل کلنټن، جورج ډبلیو بوش او د اوباما مېرمن میشل اوباما ده.

خو نوموړي تر اوسه مخکینی د شپاړسم پاپ بینډیکټس نه دی ورسره ملګری کړی.