پاراسیټامول ګولۍ د نارینه وو ښیرازي کمزورې کوي''

یوې نوې څېړنې ویلي، میندوارې مېرمنې باید د پاراسیټامول په څېر آراموونکی درمل ډېر ونه خوري، ځکه چې پر راتلونکو نارینه زیږېدونکو بچیانو یې ناوړه منفي اغېز کوي.

ډاکټران وايي، د تستوستیرون په نوم هورمو د تناسلي آلې په وده کې مهم رول لوبوي.

په بریتانیا کې د عامې روغتیا لارښود کې راغلي، بلاربې مېرمنې باید پاراسیتامول ګولۍ له سختې اړتیا پرته ډېرې ونه خوري.

یوې مخکینۍ څېړنې ښودلې ده، چې پاراسیتامول ګولۍ آن د میندوارې مېرمنې په ګېډه کې د ماشوم پر روغتیا اغېز کوي.

په ډنمارک کې یوې څېړنې ویلي، هغه مېرمنې چې ډېرې آراموونکي درمل خوري، نارینه زیږېدونکي بچیان یې تر ډېره د تناسلې آلې ستونزې لري، چې بیا وروسته دا ستونزه د زیږېدو ستونزه هم رامنځ ته کوي.

پوهانو دا تجربه لومړی پر موږکانو وکړه، ۶ ورځې یې پاراسیتامول ګولۍ ورکړې، پایله یې دا شوه چې د نورو پرتله یې په وینه کې د نارینه د تولیدېدو هورمون کمزوری شو.

ددغې څېړنې څارونکي ډاکټر روډ میچل وویل: "پایله یې دا شوه که چېرې میندوارې مېرمنې د اوږدمهال لپاره پاراسیټامول وخوري، نارینه زیږېدونکي بچیان یې له جنسي اړخه کمزوري وي او دا وېره ډېرېږي چې هېڅ بچیان یې دې ونه شي".

دی زیاتوي: "میندوارو ښځو ته دا سپارښتنه کوو چې تر امکان پورې د لنډ وخت لپاره آراموونکي درمل وخوري".