داعش د عراق-سوريې ترمنځ وروستۍ سرحدي سيمه نيولې

د انځور حقوق na
Image caption داعش جنګياليو د پالميرا لرغونی ښار نيولی او داسې اندېښنې دي چې ښايي ويجاړ يې کړي

د څارنې يوه ډله وايي چې اسلامي دولت ډلې داعش د عراق او سوريې ترمنځ پر ګډه پوله د حکومت تر ولکې لاندې وروستۍ سرحدي سيمه هم نيولې ده.

د بشري حقونو په برخه کې د سوريې د څارنې ډله وايي حکومتي ځواکونه وروسته له هغې په حمص کې له التنف سيمې په شا شول چې داعش جنګياليو پرمختګ وکړ.

التنف وروسته له هغه د اسلامي دولت ډلې لاسونو ته لوېږې، چې تېره ورځ (پنجشنبه، مې ۲۲) داعش جنګياليو د پالميرا لرغونی ښار ونيو.

اسلامي دولت ډله اوس د سوريې په ۹۵۰۰۰ کيلومتره مربع سيمه کنټرول لري چې د دغه هېواد د ټولوې خاورې نيمايي برخه کېږي.

داعش جنګيالي د دير الزور او رقه سيمې په خپله ولکه کې لري او په حلب، حمص او هما کې پراخ حضور لري.

خبريالان وايي په ختيځ کې هم پراخې سيمې د داعش تر ولکې لاندې دي، خو ډېرې ستراتيژيکې نه دي.

د پنجشنبې پر ورځ ملګرو ملتونو وويل وړاندې له دې چې پالميرا ښار د داعش جنګياليو لاسونو ته ولوېږي حکومتي ځواکونو ملکيان ته د وتلو اجازه نه ورکوله.

سازمان وايي د هغو کسانو په اړه ډېر اندېښمن دي چې په سيمه کې پاتې شوې دي، ځکه چې له دغه ځايه د اعدامونو خبر هم ورکړای شوی دی.

داعش جنګيالي د نړۍ د لرغوني ښار پر لوري هم ورغلي او د دغه ښار د ويجاړيدو په اړه يې اندېښنې زياتې کړې دي.

تر دې وړاندې جنګياليو په عراق او سوريه کې تاريخي ځايونه نړولي دي.