بانکي مون: په سمندر کې د کډوالو ژغورل لومړيتوب لري

د انځور حقوق AP
Image caption په تېرو دوو اوونيو کې له ۳۶۰۰ زيات بنګله ديشي او برمايي کډوال د کښتيو له لارې ماليزيا، اندونيزيا او تايلند هېوادونو ته تللي دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو غوښتي چې د هغو کډوالو د ژغورلو لپاره نورې هلې ځلې وکړي چې د اوبو له لارې له خپلو هېوادونو تښتېدلي.

ښاغلي بانکي مون د ويتنام سفر پر مهال وويل، په اوبو کې د بندو زرګونو کډوالو ژغورل په لومړيتوب کې دي.

ده زياته کړه، د تايلند، ماليزيا او برما له چارواکو سره په خبرو کې يې له هغوي غوښتي چې هغو عواملو ته چې د دې غميزې سبب کېږی توجه وکړي.

ښاغلي بانکي مون دا خبرې له هغه وروسته کړې چې د روهينګا مسلمانانو پر حالت برما د نړيوالې ټولنې له زيات فشار لاندې ده.

بانکي مون له هغو هېوادونو چې کډوال مني غوښتنه کړې چې دکډوالو حالت ته يو ځل بيا کتنه وکړي.

په برما کې تر يو ميليون زيات روهينګا مسلمانان اوسېږي، خو حکومت د هغو وګړو پوره حقونه نه ورکوي لکه نور اوسېدونکي چې ترې برخمن دي.

په ۲۰۱۲ کال کې د مسلمانانو او بودايانو تر منځ په شخړو کې تر ۲۰۰ زيات کسان وژل شوي وو.

په تېرو دوو اوونيو کې له ۳۶۰۰ زيات بنګله ديشي او برمايي کډوال د کښتيو له لارې ماليزيا، اندونيزيا او تايلند هېوادونو ته تللي دي.

د دې وېره ده چې په زرګونو تنه کډوال اوس هم په اوبو کې بند پاتې دي.