۶۵ کلنې جرمنۍ څلور ګوني زېږولي

د انځور حقوق epa
Image caption دې يوازې مور له هغه وروسته دا پرېکړه وکړه چې کشرې لورې يې ويل غواړې کوچنی ورور يا خور ولري

د جرمني د ار ټي اېل تلويزيون په وينا يوې ۶۵ کلنې جرمنۍ مېرمنې له مصنوعي القاح وروسته څلور ګوني ماشومان زېږولي دي.

ويل کېږي دې مېرمنې انګرېټ روانيک دری هلکان او يوه نجلۍ د سې شنبې پر ورځ د برلين په روغتون کې زېږولي دي.

ډاکتران وايي ماشومان له وخت وړاندې په ۲۶ اوونۍ زېږېدلي خو دوی وايي د "ژوندې پاتې کېدو ښه چانس لري"

انګرېت روانيک ۱۳ اولادونه او اووه لمسيان لري دا به د نړۍ تر ټولو مشره ښځه وي چې په يو ځل څلور ماشومان زيږوي.

دې يوازې مور له هغه وروسته دا پرېکړه وکړه چې کشرې لورې يې ويل غواړې کوچنی ورور يا خور ولري.

انګريت د اميندوارۍ په وخت کې ويلي وو، هر څوک بايد وکړای شي چې څنګه غواړي هسې ژوند وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې کومه اندېښنه يې لرله، وايي دی ګڼله چې تکړه او روغه به پاتې شي او د نورو خلکو په خبرو پسې به نه ځي.

د ښوونځي دا جرمنۍ معلمه د نړي تر ټولو زړه ښځه نه ده چې ماشوم زيږوي، په ۲۰۰۶ کال کې هسپانوي مېرمنې په ۶۶ کلنۍ ماشوم زېږولی و.

ځينې راپورونه بيا دا نه مني او وايي د دې ريکارډ جوړونکې د هند اومکاري پنور ده چې په ۲۰۰۸ کال کې يې په ۷۰ کلنۍ غبرګوني ماشومان زېږولي وو.