پخواني ټکسي چلوونکي ته د امریکايي پوځي د وژلو په تور عمري بند

د انځور حقوق
Image caption تورن ۳۸ کلن انیس سردار د لندن د لوېدیځ ویمبلي سیمې اوسېدونکی دی، چې ویل کېږي عراق کې یې د امریکايي پوځيانو د وژلو لپاره ماینونه جوړول. سردار ویلي،

په بریتانیا کې یوې محکمې لندن کې یو پخوانی ټکسي چلوونکی له دې کبله په عمري بند محکوم کړ، چې په ۲۰۰۷ کال کې یې په عراق کې یو امریکایی پوځي د ماین په چاودنه کې وژلی دی.

تورن ۳۸ کلن انیس سردار د لندن د لويدیځ ویمبلي سیمې اوسېدونکی دی، چې ویل کېږي عراق کې یې د امریکايي پوځيانو د وژلو لپاره ماینونه جوړول.

ویل کېږي، د نوموړي په لاس د جوړ شوي ماین چاودنې ۳۴ کلن امریکایی پوځي راندي جانسن وواژه.

جانسن د ۲۰۰۷ کال د سپتمبر پر ۲۷، هغه مهال ووژل شو، چې ټانک یې د سړک غاړې پر یوه ماین وربرابر شو.

سردار په محکمه کې د قاضي د هغه حکم اورېدو پرمهال هېڅ غبرګونه ونه ښود، چې ویل یې نوموړی به په "ډېر اوږد بند محکوم کړي".

"ځمکني ماینونه"

په "ولیچ کاروان کورټ" کې قاضي هغه پلمه ونه منله، چې ګني سردار ایله یوځل د سني ټولن د ساتنې لپاره په یوه لاسي ماین جوړولو کې برخه اخیستې ده.

د انځور حقوق PA
Image caption سردار په محکمه کې د قاضي د هغه حکم اورېدو پرمهال هېڅ غبرګونه ونه ښود، چې ویل یې نوموړی به په "ډېر اوږد بند محکوم کړي".
د انځور حقوق JULIA QUENZLER

قاضي وویل، د سردار او د هغه د ملګرو په لاس جوړ شوي ماینونه په ډېر مهارت سره جوړ شوي وو، چې ډېر تخریب یې کولی شوای.

"ډېر خطرناک سړی"

د څارنوالۍ غړې سو هیمنګ وویل، سردار "ډېر خطرناک سړی" دی، چې د ایتلافي ځواکونو پرضد یې جرمي فعالیتونه کول.

سردار له برید اوه کاله وروسته هغه مهال ونیول شو، چې د امریکا د فدرالي پولیسو یوه افسر یې پر ځینو ماینونو د ګوتو نښې وموندلې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جانسن د ۲۰۰۷ کال د سپتمبر پر ۲۷، هغه مهال ووژل شو، چې ټانک یې د سړک غاړې پر یوه ماین وربرابر شو.

په لومړي سر کې سردار د پولیسو پروړاندې د ماینونو له جوړولو منکر و، خو په دویمه محاکمه کې یې ومنله چې په یاده پېښه کې د چاودلو ماینونو په جوړولو کې دده لاس و.

د جانسن له وژل کېدو دوې میاشتې وروسته، سردار په هیترو هوايي ډګر کې ټینګ کړای شو، او له سوریې نه بریتانیا ته ستنېدو پرمهال یې د ګوتو نښې واخیستلې شوې.

په ۲۰۱۲ کال، افسرانو لندن کې د یوه ځانګړي لټون پرمهال د سردار کور له دې کبله ولټاوه، چې پر ځینو ماینونو عربي توري لیکل شوي وو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption محکمه کې د امریکايي زغره وال زیانمن شوي موټر انځور ټایرونه هم وښودل شول
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د محاکمې پرمهال د هغې فشاري آلې انځور هم وښودل شو، چې په ۲۰۰۷ کال کې د چاودنې پرمهال موندل شوې، چې په فشار سره یې چاودېدونکي توکي چووي.

د سردار وکیل وویل، موکل یې له وسله والو سره اړیکي غوڅ کړي او اوس یې عادي ژوند غوره کړی.

په ۲۰۰۳ کال امریکا پر عراق له دې کبله بریدونه پیل کړل، چې ګني د پخواني ولسمشر صدام حسین نظام د ډله ییزې وژنې وسلې لري. عراق ټیک اوه کاله د امریکا تر نیواک لاندې و، چې بالاخره له ډېرې مرګ ژوبلې او انساني تلفاتو وروسته د امریکا په مشرۍ لوېديځ ځواکونه له عراقه ووتل.

بریتانوي ځواکونو په ۲۰۰۹ کال په عراق کې خپل جګړه ییز ماموریت پایته ورساوه، په دویم کال امریکا له عراقه ووتله.

د عراق په جګړه کې ۱۷۹ بریتانوي پوځيان ووژل شول، خو د وژل شویو امریکايي ځواکونو شمېر ۴۵۰۰ ته رسېدلی و.

د انځور حقوق PA
Image caption د جانسن ملګري مارک اګیرس، چې د پېښې شاهد و، محکمه کې شاهدي ورکړه.