"يونان د پيسو نړيوال صندوق پور نشي ورکولای"

د انځور حقوق EPA
Image caption د يونان د اقتصاد وزير وايي له يورو څخه يې د هېواد اېستل به کړکېچ رامنځ ته کړي او دا به د اروپا لپاره د يوې پيسې کارولو پای وي

د يونان د کورنيو چارو وزير وايي هېواد يې نه شي کولای په جون مياشت کې د پيسو نړيوال صندوق څخه اخيستی پور ادا کړي.

د يونان د کورنيو چارو وزير نيکوس وايي "د قرضو څلور قسطونه چې ۱.۶ ميليارد يورو دي په جون مياشت کې نه شي ورکولی، ځکه پيسې نه لري"

د دې هېواد د اقتصاد وزير يانيس واروفاکيس وايي هېواد يې د جوړجاړي لپاره ډېر کار کړی دی، دا اوس په نړيوالې ټولنې پورې اړه لري چې څنګه چلند ورسره کوي.

دی وايي له يورو څخه يې د هېواد اېستل به کړکېچ رامنځ ته کړي او دا به د اروپا لپاره د يوې پيسې کارولو پای وي.

د يونان حکومت، اروپايي ټولنه او د پيسو نړيوال صندوق له تېرو څلورو مياشتو د اقتصادي اصلاحاتو پر سر خبرې کوي. د پيسو نړيوال صندوق او اروپايي ټولنه وايي چې دا تبديلۍ بايد د نورو پيسو ترلاسه کولو وړاندې را شي.

يونان له نړيوالو پورو ورکوونکو د ۳۲۰ ميليارده يورو پور اخيستی دی.

د قدرت پر سر ګوند سيريزا يوه وياند تېره اوونۍ ويلي وو، چې دا پور نه ورکوي، ځکه حکومت بايد د کارګرو اوتقاعدو کسانو حق ورکړي.

يونان لومړی بايد د ۵ جنون د پور بېرته ورکولو له مودې تېر شي، که چېرې دوی په دې ورکړه کې ناکام شي، کېدای شي نور قرض ترلاسه نه شي کړای.