مالیزیا د "کډوالو ۱۳۹ قبرونه" موندلي

د انځور حقوق BBC World Service

د مالیزیا پولیس وايي، د له تایلنډ سره پولې ته څېرمه یې د انسانانو د قاچاق کوونکو کمپونو کې د مشکوکو کډوالو ۱۳۹ قبرونه یې موندلي دي.

د پولیسو مشر خالد ابو بکر ویلي، دغه قبرونه د مې له ۱۱ راهیسې موندل شوي، چې په ځینو کې یې تر یوه ډېر مړي خښ شوي دي.

دغه قبرونه د تایلنډ پولې ته نژدې هغه ځای ته څېرمه موندل شوي، چې د انسانانو د قاچاق کوونکو کمپونه موجود دي.

ښاغلي ابو بکر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "د مې له ۱۱ تر ۲۳ پورې زموږ عملیاتو کې ۱۳۹ قبرونه موندل شوي دي".

نوموړی وايي، دغه قبرونه په تایلنډ کې د کډوالو د قبرونو له ځایه ایله څو سوه متره واټن لري.

اټکل دی، چې دغه قبرونه د انسانانو د قاچاق کوونکو له خوا جوړ شوي وي، چې له همدې لارې ګټه ترلاسه کوي او کډوال په ځنګلي کمپونو کې تر هغو پورې ساتي، چې کورنیو یې ژمنه شوې پیسې نه وي ورکړې.

د بي بي سي د جنتن هېډ يوې پلټنې دا معلومه کړې چې په تايلنډ کې نژدې ټولې ټولنې له قاچاقبرانو سره مرسته کوي.

د انځور حقوق
Image caption د روانې میاشتې لومړیو کې تایلنډ د مالیزیا پولې ته څېرمه هم د مشکوکو کډوالو قبرونه موندل شوي وو

ده پخپلې پلټنې کې موندلې چې د تايلنډ د قاچاقبرانو شبکې په پناه غوښتونکو بار کښتۍ له نورو قاچاق کوونکو په بيه اخيستي او بيا يې تر هغه دوی په ځنګله کې ساتل چې کورنيو يې د خوشي کولو په بدل کې پيسې نه وی ورکړې.

هر کال زرګونه کسان د قاچاقبرانو له لوري د تايلنډ له لارې ماليزيا ته اوړي.

د اوتوسن ماليزيا په نوم يوې بلې ورځپاڼې د ځينو سرچينو له قوله چې نوم يې نه دی ښوولی، ويلي ۳۰ قبرونه موندل شوي چې د سلګونو کسانو د جسدونو هډوکي په کې پراته دي.

ورته مطالب