د اسرائیلو مخکینی لومړی وزیر په بند محکوم شو

اولمرت د انځور حقوق AP
Image caption اولمرت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ کال پورې د اسرائیلو لومړی وزیر و.

د اسرائیلو مخکینی لومړی وزیر اېهود اولمرت د فساد او د امانت د خیانت په جرم په اتو میاشتو زندان محکوم شوی دی.

محکمې ویلي، دوی ثابته کړه، چې اولمرت له یوه امریکايي سوداګر نه ۱۵۰ زره ډالر اخیستي. د هغه وکیلان وايي د استیناف غوښتنه به وکړي.

تېر کال هم پر اولمرت د شپږو کلونو بند حکم شوی و، چې بیا وروسته یې د استیناف غوښتنه وکړه.

اولمرت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ کال پورې د اسرائیلو لومړی وزیر و.

د فساد تورونو نوموړی استعفا ته اړ کړ، چې په دې سره یې سیاسي ژوند پایته ورسېد.

اولمرت له فلسطینیانو سره د سولې خبرې پیل کړې وې، چې د بنیامین نتنیاهو له ټاکل کېدا وروسته دغه خبرې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې.

"ناشولته دسیسه"

پر اولمرت توری دی، چې په ۲۰۱۲ کال یې له امریکايي سوداګر موریس تلانسکي د برائت په یوه قضیه کې پیسې اخیستې دي.

د نوموړي محاکمه وروسته تر هغه بیا پیل شوه، چې په ۲۰۰۰ کال د سوداګرۍ او صنعت د وزیر په توګه د دغو پیسو د اخیستو پرمهال غږېدلی و او غږیز پیغامونه یې ثبت کړای شوي وو.

اولمرت د خپل ځان په سپیناوي ټینګار کوي، او وايي د یوې "ناشولته دسیسې" ښکار شوی دی.

۶۰ کلن اولمرت د ۲۰۱۴ کال مې کې هم په ۶ کلونو بند بند له دې کبله محکوم شوی و، چې ګني په ۹۰ لسیزه کې یې د القدس د ښاروال په توګه یې د استوګنې په قضیه کې فساد کړی.

پر نوموړي تور دی، چې د ښار منځ کې یې د "سپېڅلې خاورې" په نامه سیمه کې د استوګنې د پروژې په چټکولو کې بډې اخیستې دي.