نایجېریا کې د تېلو کمښت د دغه هېواد اقتصاد ځپلی

د انځور حقوق AFP
Image caption نایجېریا کې برېښنايي سېستم سم نه دی او لوی شرکتونه تر ډېره د جنراتور په برېښنا تکیه کوي.

له تېرې یوې مایشتې راهیسې نایجېریا د تېلو له کمښت سره مخ ده او له امله یې د دغه هېواد اقتصادي بازار مخ په ځوړ روان دی.

نایجېریا کې بانکونو د فعالیت وخت راکم کړی، ډیری الوتنې هم لغوه شوي او د دې شونتیا شته چې مخابراتي شرکتونه هم خپل فعالیتونو محدود کړي.

د اوسني ولسمشر محمدو بوهاري ګوند پخوانی حکومت تورن کړی چې ګواکې د دغه کړکېچ په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د تېلو عمده پلورونکي وايي حکومت یې یو مېلیارد ډالره پوره وړی دی او له همدې امله یې د تېلو پلور ځنډولی.

د نایجېریا یوه بانک "ګارنټي ټرسټ بانک" ویلي ټولې څانګې به یې د غرمې په ۱۲ بجې تړل کېږي. دوی یې لامل د جنراتور لپاره د کافي تېلو نه لرل بللی.

نایجېریا کې برېښنايي سېستم سم نه دی او لوی شرکتونه تر ډېره د جنراتور په برېښنا تکیه کوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption کورنۍ الوتنې تر ډېره لغوه شوي او نړیوالې الوتنې نایجېریا ته تر راتلو وړاندې په ګاونډیو هېوادونو کې دمه کوي چې د تېلو ټانکۍ ډکه کړي.

نو چې تېل نه وي، برېښنا هم نشته او پایله یې دا چې هر څه به بند وي.

په لاګوس کې د بي بي سي خبریال وېل راس وايي:

"د تېلو کمښت په دې معنا دی چې د افریقا تر ټولو لوی اقتصاد مخ په ځوړ روان دی. د نایجېریا درې لویو مخابراتي شرکتونو اېم ټي اېن، ايئرټېل او اتصلات خبرداری ورکړی چې د تېلو د کمښت کړکېچ که همداسې دوام وکړي د دوی پر خدماتو به ناوړه اغېز ولري. په سرکونو هم موټر کم شوي، ترافیک ډېر نه دی ځکه چې د تېلو ډیریو پلورنځیو د تېلو پلور بند کړی"

کورنۍ الوتنې تر ډېره لغوه شوي او نړیوالې الوتنې نایجېریا ته تر راتلو وړاندې په ګاونډیو هېوادونو کې دمه کوي چې د تېلو ټانکۍ ډکه کړي.

د راډیو او تلویزیونونو نشرات هم له خنډ سره مخ دي او ځینې خو یې آن په بشپړه توګه تړل شوي دي.

ورته مطالب