پاکستان کې د 'جعلي ډګریو' جوړوونکي شرکت مشر نیول شوی

د انځور حقوق
Image caption ښاغلی شیخ پرې لګول شوي تورونه ردوي

پاکستان کې پولیسو د یوې نړيوالې انټرنېټې شبکې مشر په دې تور نیولی، چې ګواکې د پوهنتونونو د جعلي ډګریو انلاین پلور د میلیونونو ډالرو په قضیه کې ښکېل دی.

شعیب احمد شیخ له هغه وروسته ونیول شو، چې د هغه (اکزیکټ) نومي کمپنۍ، چې مرکز یې کراچۍ کې دی، دغه پلان کې شریکه وبلله شوه.

پولیسو د کمپنۍ پر دفترونو چاپه ووهله او کمپیوټرونه او نور ریکارډ یې له ځانه سره یووړه.

دغې کمپنۍ د یوه رسنیز مرکز او ټلویزیون فعالولو پلان هم درلود.

د بي بي سي یو خبریال وايي ځینو مشهورو پاکستاني څېړنیزو خبریالانو او تلوېزیوني مشرانو چې دغه چینل کې یې دنده اخیستې وه، اوس ویلي، چې پريږدي یې.

د پاکستان فدرالي څېړنیزې ادارې د سیند ایالت مشر شاهد حیات رسنیو ته وویل، داسې کافي شواهد شته، چې ښاغلي شیخ په جعلکارۍ او د خلکو د پیسو لوټلو کې برخه اخیستې ده.

ښاغلی شیخ وروسته تر هغه په بند کې وساتل شو، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه سافټویر په اړه ادعاوې خپرې کړې، چې ګني دغه کراچۍ مېشتي شرکت په ګرده نړۍ کې جعلي ډګرۍ وېشلې دي.

په کارچۍ او اسلام اباد کې ددغه شرکت ګڼ کارکوونکي د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوي دي.

دغه شرکت پرې تول لګوی شوي تورونه بابیزه ګڼلي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تورن شرکت ټول دفترونه تر تعقیب لاندې دي

تېره اونۍ دغه شرکت پر خپلې وېبپاڼې لیکلي وو، دغه شرکت یو منظم پوهنیز سیستم لري، چې په آنلاین او لاسي توګه خلکو ته خپل خدمتونه وړاندې کوي:

"د شرکت ټولې ۱۰ سوداګریزې برخې کاملاً قانوني دي، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ برخه کې په ټوله نړۍ کې خدمتونه کوي."

اټکل دی چې ښاغلی شیخ پر پنجشنبې محکمې ته حاضر کړای شي.