د تاجکستان ځانګړو ځواکونو قومندان له داعش سره یو ځای شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلی حلیموف یوه میاشت وړاندې لادرکه شو. د می په میاشت کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې له اسلامي دولت نومې ډلې سره یوځای شوی خو د تاجکستان چارواکو په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

د رپوټونو پر بنسټ د تاجکستان پولیسو د ځانګړو ځواکونو "اومون" یو قومندان ګل مراد حلیموف له اسلامي دولت نومې ډلې سره یو ځای شوی.

ښاغلی حلیموف له تېرې یوې میاشتې راهیسې لادرکه و، اوس دی په یوې ویډیو کې غږېدلی او وايي په سوریه کې دی او له اسلامي دولت نومې ډلې سره یوځای شوی.

ګل مراد حلیموف په هغې نوې ویډیو کې چې خپره کړې یې ده، په روسي ژبه ځینې تاجک چارواکي په مرګ ګواښي او وايي چې د خراسان ځواکونه به درشي چې ومو وژني.

ښاغلی حلیموف وايي چې دوی به په تاجکستان کې اسلامي شریعت پلی کړي.

د اسلامي دولت نومې ډله د مرکزي آسیا ځینې هېوادونه او د ایران، افغانستان او پاکستان ځینې برخې د خراسان په نامه یادوي.

د تاجکستان چارواکو تر اوسه د ښاغلي حلیموف د ویډیو په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

ښاغلی حلیموف یوه میاشت وړاندې لادرکه شو. د می په میاشت کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې له اسلامي دولت نومې ډلې سره یوځای شوی خو د تاجکستان چارواکو په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

وروسته بیا داسې رپوټونه خپاره شول چې ښاغلی حلیموف په ترکیې کې نیول شوی دی. دا خبر هم د تاجکستان د کورنیو چارو د وزیر ولي رمضان رحیم زاده له خوا رد شو.

څرنګه چې ښاغلی حلیموف په خپلې خپرې شوې ویډیو کې وایي، ده په امریکا او روسیې کې پوځي روزنه ترلاسه کړې او د پولیسو نښه ویشتونکی دی.

په تېرو میاشتو کې د تاجکستان یو شمېر وګړي عراق او سوریې ته اسلامي دولت نومې ډلې سره د یوځای کېدو په تکل له هېواده وتلي دي.

Image caption د تاجکستان چارواکو تر اوسه د ښاغلي حلیموف د ویډیو په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

د تاجکستان د پولیسو د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال تر ۳۰۰ ډېر تاجک ځوانان د اسلامي دولت ډلې په لیکو کې په سوريې او عراق کې په جګړې بوخت دي.

په دوی کې ۴۰ کورنۍ هم شته چې اوس په سوریې کې دي. د دغو چارواکو په وینا تر اوسه شاوخوا ۵۰ تاجک وګړي په نښتو کې وژل شوي دي.

رپوټونه وایي چې د دغو کسانو لویه برخه د روسیې او ترکیې له لارې دغو سیمو ته تللي دي.

تر دې وړاندې د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و هغه ځوانان به وبخښل شي چې هېواد ته په داوطلبانه ډول ورستنېږي.

د دغه وزارت په وینا د سوریې او عراق په جنګونو کې د تاجکو وګړو د ګډون په تړاو ۱۵۰ جنايي دوسیي په تاجکستان کې پرانېستل شوي.

ورته مطالب