'استرالیایۍ پېغلې له داعش سره د یوځای کېدو په هڅې کې'

اسلامي دولت د انځور حقوق
Image caption ''اسلامي دولت'' د عراق او سوریې ډېرې سیمې نیولې دي

د استرالیا پولیس وايي، ۱۲ پېغلې له ملبورن نه له "اسلامي دولت" (داعش) ډلې سره د یوځای کېدو په هدف وتلې دي.

د پولیسو په وینا، دغو پېغلو چې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري‎، په خواله رسنیو کې له داعش سره اړیکي نیولي او ځینې یې سوریې ته تللې دي.

دا مهال له دغو ښځو پنځه یې د داعش تر کنټرول لاندې له دغې ډلې سره دي.

د ۲۰۱۴ کال له نیمايي وروسته استرالیا کې داسې اندېښنې ډېرې شوې، چې ګني منځني ختيځ کې له داعش سره د استرالیايي وګړو د یوځای کېدو کچه په ډېرېدو ده.

د استرالیا حکومت د یوه داسې قانون ژر تصویبولو هوډ لري، چې په عراق او سوریه کې ددغه هېواد له جنګېدونکو وګړو خپل تابعیت واخلي.

همداشان، د تازه قوانینو پربنسټ، هغه کسان چې استرالیا کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، باید وڅارل شي.

د استرالیا ویکتوریا ایالت چارواکي وايي، له ملبون نه ترکیې ته څلور تللې ښځې سوریه کې د داعش تر قلمرو لاندې سیمو ته له رسېدا مخکې بېرته استرالیا ته ستنې کړل شوې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د استرالیا حکومت اټکل کوي، چې ددغه هېواد لږترلږه ۱۰۰ وګړي منځني ختيځ کې د جهادي ډلو په ملاتړ جنګېږي.

له دغو ښځو یوه د ملبون هوايي ډګر په ګمرک کې درول شوې، خو ددو نورو د برخلیک په اړه معلومات نه شته.

دغه ټولې پېغلې د استرالیا د ملبون د شمال او سوېل ختیځو سیمو دي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي، له دغو ښځو یوه ۲۱ کلنه زهرا دومان د ۲۰۱۴ سپتمبر میاشت کې له استرالیا وتلې چې غوښتل یې د ملبون له یوه اسلامپالي محمود ابو لطیف سره یوځای شي.

د رپوټونو له مخې، آغلې دومان خپلې کورنۍ ته له خبر ورکولو پرته سوریې ته تللې او ابو لطیف یوه میاشت وروسته په جنورۍ میاشت د داعش په لیکو کې ووژل شو. دغه ښځه بېرته کور ته نه ده ستنه شوې.

د استرالیا حکومت اټکل کوي، چې ددغه هېواد لږترلږه ۱۰۰ وګړي منځني ختيځ کې د جهادي ډلو په ملاتړ جنګېږي.

په استرالیا کې یوه بله ۱۵۰ کسیزه ډله منځني ختيځ کې د جهادي فعالیتونو ملاتړ کوي خو ددغه هېواد امنیتي او استخباراتي سازمانونه وايي، د ترهګرۍ په تړاو د ۴۰۰ کسانو دوسیې تر څېړنو لاندې دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption استرالیايي پولیسو د هغو کسانو پرضد عملیات پیل کړي، چې منځني ختیځ کې د جهادي ډلو ملاتړ کوي