په نړۍ کې د وږو کسانو شمېر له "۸۰۰ میلیون کم دی"

د انځور حقوق AP
Image caption مخ پر ودې هېوادونو کې د "خوارځواکۍ" کچه ۱۲.۹ سلنه راټیټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اړوندو ادارو په یوه تازه راپور کې راغلي، په ګرده نړۍ کې د وږو کسانو شمېر له ۸۰۰ میلیون کم دی.

دغه سازمان وايي "په نړۍ کې ۷۹۵ میلیون وګړي له لوږې کړېږي، چې دا شمېر د ۱۹۹۰ او ۱۹۹۲ کلونو ترمنځ موده کې ۲۱۶ میلیون کموالی ښيي، خو وايي، نړۍ پر لوږې د لاسبرۍ لوري ته روانه ده".

د خوړو او کرنې د سازمان مشر خوزې ګرازیانو ویلي، دغه سازمان د زریزې د پراختیا هدفونه ټاکلي، چې لږترلږه زموږ په ژوند کې باید په نړۍ کې لوږه ختمه شي.

مخ پر ودې هېوادونو کې د "خوارځواکۍ" کچه ۱۲.۹ سلنه راټیټه شوې ده.

له ۱۲۹ هېوادونو ۷۲ یې هڅه کړې ده، چې ددغه سازمان د موخو مطابق د خوارځواکۍ کچه نیمايي ته راټیټه کړي.

د خوړو د خوندیتوب برخه کې پرمختګ ډېر مهم ځکه دی، چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې د نړۍ وګړي ۱.۹ میلیارد ډېر شوي دي.