امریکا کیوبا د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو له لېسته لرې کړه

د انځور حقوق Getty
Image caption پر کیوبا د امریکا له لوري د بندیزونو لرې کول له ډېرې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو غوښتنه وه.

د امریکا متحدو ایالتونو رسما کیوبا د هغو هېوادونو له لېسته وایستله چې د ترهرګرۍ ملاتړ کوي.

دا ګام د دواړو هېوادونو تر منځ د دېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو په نژدې والي او رغېدا کې خورا مهم ګڼل شوی.

دغه بدلون به اوس کیوبا ته د دې لار هواره کړي چې په امریکا کې بانکي فعالیتونه ولري.

پر کیوبا د امریکا له لوري د بندیزونو لرې کول له ډېرې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو غوښتنه وه.

د دواړو هېوادونو مشرانو په تېر څه وخت کې څو ځل د دېپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو په موخه سره خبرې اترې کړي.

په دې لړ کې دواړه هېوادونو په واشنګټن او هاوانا کې خپل سفارتونه هم پرانېستل.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دواړو هېوادونو مشرانو په تېر څه وخت کې څو ځل د دېپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو په موخه سره خبرې اترې کړي.

د امریکا حکومت له لورې په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي

"امریکا د کیوبا حکومت له ګڼو تګلارو او فعالیتونو سره ستونزه لري او په اړه یې اندېښمن دی، خو دغه اندېښنې هومره نه دي چې موږ دې کیوبا د هغه هېوادونو په لېست کې وساتو چې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دي"

په ویناپاڼه کې زیاته شوې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېر اپرېل په ۱۴مه نېټه د امریکا د مشرانو جرګه له دغه ګامه خبره کړې وه.

قانون جوړوونکي اوس ۴۵ ورځې وخت لري چې د حکومت پر دغې پرېکړې خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

ورته مطالب