د سلک روډ ویبپاڼې موسس ته د عمري زندان سزا ورکړله شوه

د انځور حقوق Reuters
Image caption فبرورۍ کې د نیویارک یوې فدرالي محکمې البرخت له ۲۰۱۱ کاله راهیسې د دریو کالونو لپاره د دریو کلونو لپاره د دغې ویبپاڼې چلونکی وباله

په غیرقانوني توګه د نشه یي موادو پلورونکي ویبپاڼې موسس، روس البرخت د عمري زندان په سزا محکوم شوی دی.

منصفه پلاوی وايي دغې غیر قانوني سوداګري کونکي ویبپاڼې د نژدې دوه سوه میلیونو امریکايي ډالرو نشه یي مواد په پټه پلورلي دي.

نوموړی په رسمي توګه د نشه یي موادو پلورلو، په غیر قانوني توګه د پېسو راکړې ورکړې او کمپیوټرونو هېک کولو مجرم وپيژندل شو.

د البرخت له نیول کېدو وروسته د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې دغه ویبپاڼه وتړله شوه.

فبرورۍ کې د نیویارک یوې فدرالي محکمې هغه له ۲۰۱۱ کاله راهیسې د دریو کلونو لپاره د دغې ویبپاڼې چلونکی وباله.

منصفه پلاوي ویلي هغه شپږ کسان چې د ډېرو نشه یي موادو کاروولو له کبله وژل شوي وو، د همدغې ویبپاڼې له لارې یې دغه مواد موندلي وو.

د نشه يي موادو پلور تر څنګ سلک روډ ویبپاڼې د هېکنګ لپاره اړین مواد او غلا شوي پاسپورټونه هم ورکول.

پلاوي د عبرت لپاره نوموړي ته د سختې سزا غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption منصفه پلاوي د عبرت لپاره نوموړي ته د سختې سزا غوښتنه کړې وه

سیمه ییزې قاضۍ کیتراین فورسټ البرخت ته وویل چې په هغه او نورو نشه يي موادو پلورونکو کې کوم توپیر نه شته.

نوموړې زیاته کړه: دا باید له شکه ووځي، چې د نشه یي موادو پلورنکي د زغملو وړ نه دي.'

البرخت په خپلو کړو د پشیماني څرګندولو ترڅ کې له قاضۍ وغوښتل، چې د عمري زندان سزا ور نه کړي، ځکه په وینا یې دا سزا د مرګ له سزا کمه نه ده.

نوموړي لیکلي :

'زه پوهیږم، چې منځنی عمر به رانه واخلئ، خو مهرباني وکړئ او د سپین ږیرتوب عمر مې راکړئ.'